د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د ترکیې دوه سرتېري پر یوې افغان کډوالې د جنسي تېري په تور په بند محکوم شول


د ایران او ترکیې پر پوله ترکي پوله ساتي ځواکونه. د جنسي تېري پېښه د ترکیې په وان ولایت کې شوې ده. دغه ولایت له ایران سره پوله لري.
د ایران او ترکیې پر پوله ترکي پوله ساتي ځواکونه. د جنسي تېري پېښه د ترکیې په وان ولایت کې شوې ده. دغه ولایت له ایران سره پوله لري.

د ترکیې یوې محکمې د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو دوه سرتېري په اوږده بند محکوم کړل.

د ترکیې د سرحدي ځواکونو دوه سرتېري پر یوې افغان کډوالې د جنسي تېري په تور په ۳۲ کاله او ۳۷ کاله بند محکوم شول.

د امریکا غږ اشنا راډیو د ترکي برخې د راپور له مخې، دا پېښه د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د ترکیې په وان ولایت کې هغه مهال شوې چې د یوې ښځې په ګډون اته افغان کډوال د ترکیې سرحدي ځواکونو له ایران سره د دغه هېواد په پوله کې ونیول.

له پېښې وروسته زیانمنه شوې ښځه د دغو عسکرو له منګولو وتښتېده او په همدې سیمه کې یې یوې بلې پوستې ته ځان ورساوه.

وروسته د دې ښځې د اظهاراتو په اساس تورن عسکر ونیول شول.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، یو زیات شمېر افغانان هڅه کوي چې د ډېرو ستونزو او خطرونو په منلو سره د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو او بیا ترکیې ته ولاړ شي، خو ځینې یې هیڅکله هم خپل اصلي منزل ته نه دي رسېدلي.

د ایران او ترکیې پر پوله افغان کډوال. دوی هڅه کوي چې له ایران ترکیې ته واوړي او له هغه ځایه اروپاپي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.
د ایران او ترکیې پر پوله افغان کډوال. دوی هڅه کوي چې له ایران ترکیې ته واوړي او له هغه ځایه اروپاپي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

په ترکیه کې مېشت افغان ډاکټر امان نورزي ازادي راډيو ته وویل چې د ترکیې او ایران ترمنځ په پوله کې افغان کډوال له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل: "اکثره کډوال له افغانستان څخه ترکیې ته له سلو هیلو سره راځي، خو له بده مرغه په پوله کې له سختو ګواښونو او وهلو ټکولو سره مخ کېږي چې په ځینو مواردو کې د سختو ضربو له لاسه د دغو کډوال لاس، پښې او ان سر ماتېږي. په دې سربېره چې نړيواله مافيا د ترکيې او ايران په پوله کې له دې کډوالو خپلې پيسې اخلي، ځينې دا کسان تري تم کېږي او يا هم ترکيې ته په کوما کې راځي. زه ډاډه يم چې د ترکيې حکومت به دا ستونزې هوارې کړي."

ترکیه یو له هغو هېوادونو څخه ده چې د افغانانو په ګډون د زیاتو کډوالو کوربه دی او دا لومړی ځل دی چې د ترکیې د سرحدي ځواکونو دوه سرتېري پر یوه افغان کډوالې د جنسي تېري په جرم محاکمه کېږي او په اوږده بند محکومېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG