د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

ترکیه کې د بې اسنادو افغانانو د نیولو لړۍ؛ خدیجه: " ورور مې له ۳ میاشتو راهیسې بندي دی"


د ترکیې په انتالیا کې یو زندان - ارشیف
د ترکیې په انتالیا کې یو زندان - ارشیف

يو شمېر افغانان وايي، د دوی د کورنیو غړي چې د کار او د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ لپاره ترکیې ته تللي، اوس په توقیف کې دي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

له دوی څخه خدیجې سیف زاده ازادي راډیو ته وویل چې ورور یې ترکیې ته د کار لپاره تللی و، خو درې میاشتې کېږي چې د پولیسو له خوا نیول شوی او بندي دی.

خدیجه زیاتوي:

"زما ورور له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې هلته بندي دی، هغه جامې يې هم لا نه دي بدلې شوې چې په لومړۍ ورځ یې اغوستي وې، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې دننه لاړ شي او د ده لپاره جامې یوسي، ډېر بندیزونه او ستونزې شته، ډېر امکان لري چې په زوره زما د ورور لاسلیک واخلي او افغانستان ته یې وشړي."

یوه بل افغان چې نه یې غوښتل نوم او د اوسېدلو ځای یې په راپور کې ياد کړو ازادي راډیو ته وویل، ورور یې څه موده وړاندې په ترکیه کې نیول شوی و او درې میاشتې یې په بند کې تېرې کړې.

هغه ازادي راډیو ته وویل:

"په هیواد کې د خرابو شرایطو له امله زما ورور مجبور شو چې افغانستان پریږدي او په غیر قانوني توګه ترکیې ته لاړ شي، هغه د ترکیې د پولیسو لخوا ونیول شو او درې میاشتې یې د پولیسو سره په بند کې تېرې کړې، حالات ډېر خراب وو. هغه یوازې تلیفون کولی شو. په اونۍ کې یوه ورځ د درې دقیقو لپاره کور ته زنګ وهلی شو ، موږ اړ شو د ډېرو پیسو په ورکولو او د وکیل په ګمارلو سره خپل ورور له بند څخه خوشې کړو."

په ترکیه کې د افغانستان د سفارت ودانۍ
په ترکیه کې د افغانستان د سفارت ودانۍ

په همدې حال کې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان د سفارت د پالېسۍ او اړیکو رئیس پسرلي حکیمي هم تاییدوي چې بې اسناده افغانان د ترکیې د پولیسو له خوا نیول شوي، خو وايي چې د بېرته ستنېدو د فورمې له لاسلیکولو پرته به هېڅوک نه شړل کېږي.

حکیمي ازادي راډيو ته وویل:

"پلاوی ټاکل کېږي چې زموږ له هر افغان څخه پوښتنه وشي، د دوی اکثریت وايي چې دوی نه غواړي خپل وطن ته لاړ شي او موږ به هغه چا ته د ستنیدو کارت نه ورکوو چې ونه غواړي ستانه شي او هغه افغانان چې د خوړو او روغتیا په برخه کې ستونزې او شکايتونه لري مونږ يې څېړو او د ترکیې اړوندو مسوولینو ته يې انتقالوو."

خو نوموړي د ترکیې د پولیسو له خوا د نیول شویو بې اسنادو کډوالو د کره شمېر په اړه څه ونه ویل.

په همدې حال کې محمد ناصر چې څه موده وړاندې ترکيې ته د کار لپاره تللی وايي چې د ترکيې د پوليسو له خوا نيول شوی او د کډوالود په کمپ کې تر يوې مياشتې تېرولو وروسته په دې وروستيو کې بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.

هغه په دې اړه چې څه ډول افغانستان ته شړل شوى خپله کيسه کوي او وایي:

" راستنېدل اختیاري وو. هغه کسان چې غوښتل یې وایستل شي، وايستل شول خو هغوی چې نه يې غوښتل نه دي ایستل شوي. په اوونۍ کې یو ځل یو قونسلي راته او نومونه یې اخیستل، هر هغه څوک چې غوښتل یې وایستل شي، لاسليک به يې کاوه هغه ما ته وویل چې که تاسو غواړئ چې لاړ شئ لاسليک وکړئ کنه دلته پاتې شئ او ویې ویل چې که په زوره شړل کېدل پيل شول تاسو به له پولې هخوا تېر کړو."

نوموړي د توقیف او په کمپ کې دننه د وضعیت په اړه شکایت وکړ او ادعا یې وکړه چې ۱۸ کسان په درې مترۍ کوټه کې ساتل کېږي او د بندیانو په څېر ورسره چلند کیږي.

ترکیه کې یو شمېر کډوال چې افغانان هم پکې شامل دي
ترکیه کې یو شمېر کډوال چې افغانان هم پکې شامل دي

بل خوا د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد په دې وروستیو کې طلوع نیوز ته ویلي چې د ترکیې په زندانونو کې شاوخوا ۱۶۰۰ افغان کډوال بندیان دي.

نوموړي زیاته کړه چې د روان کال له پیله تر اوسه شاوخوا ۶۰۰ افغانان د ترکیې له زندانونو خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو په دې وروستیو کې له خپلو هېوادونو څخه د هغو افغان کډوالو د ایستلو او د هغو کډوالو د نیولو او افغانستان ته د لېږلو لړۍ چټکه کړې ده چې د اوسېدو اسناد نه لري.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت د وېب پاڼې د معلوماتو له مخې، د جمهوري نظام تر ړنګېدو ورسته له بېلابېلو هېوادونو څه باندې ۲.۸ میلیونه افغانان په خپله خوښه یا هم جبري افغانستان ته راستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG