د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

ترکیه کې تېر کال د اتلس افغان کارګرو د مړینې اعلان


د ترکیې یوه ودانۍ - تصویر له ارشیفه
د ترکیې یوه ودانۍ - تصویر له ارشیفه

په ترکیه کې د روغتیا او کار د خوندیتوب د څار په نوم ادارې د سه‌شنبې په ورځ په خپل کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د ۱۸ افغانانو په ګډون ۱۹۳۲ کارکوونکي د کار پر مهال د بېلابېلو پېښو له امله مړه شوي دي.

د دغه راپور له‌مخې، ۱۰۶ بهرني کارګران مړه شوي چې په‌کې د سوریې، ترکمنستان، عراق، ایران، بلغاریا، اذربایجان، قرغزستان، مصر، ازبکستان، اوکراین، فلیپین، جاپان، کولمبیا، مالدیف، نایجیریا، رومانیا، روسیې، سوډان او تاجکستان کډوال شامل دي.

ياد شوي سازمان ویلي چې په دغو کارګرانو کې چې د کار پر مهال مړه شوي، ۲۲ ماشومان له ۱۴ کلونو کم او ۳۲ یې د ۱۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ او دغه شان ۱۴۷ ښځې هم شاملې دي.

د ترکیې د روغتیا او کار د خوندیتوب د څار ادارې په دغه راپور کې د يادو کارګرانو د مړینې د لاملونو په توګه ترافیکي پېښې، له لوړ ځای څخه راغورځېدل، برېښنا نيول، په کارځای کې تاوتریخوالی، چاودنې، سوځول او نورې پېښې په ګوته کړې دي.

دغو کارګرانو په ودانیزو، کرنې، ترانسپورت، سوداګرۍ، ښوونيزو ادارو، ښاروالۍ، د خوراکي توکو سوداګرۍ، ټولنیزو روغتیا خدماتو او کانونو په برخو کې کار کاوه.

ترکیې ته ډېر افغانان په خطرناکو قاچاقي لارو د کار او یا د دغه هېواد له لارې اروپا ته د تلو لپاره تللي/ ورځي
ترکیې ته ډېر افغانان په خطرناکو قاچاقي لارو د کار او یا د دغه هېواد له لارې اروپا ته د تلو لپاره تللي/ ورځي

دا په‌داسې حال کې ده چې د وزیر محمد نورتاني په نوم یو افغان کارګر د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې په ترکیه کې وژل شوی او جسد یې د کورنۍ په وینا سوځول شوی دی.

د وزير محمد نورتاني مېرمن قمرګل له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، خاوند يې کان ته د کار لپاره تللى و، خو سوځول شوى جسد يې په ځنګل کې وموندل شو.

قمرګل وويل چې د هغې د خاوند د وژنې قضيه نه‌ده څېړل شوې او دوى په بد حالت کې دي.

هغې زیاته کړه:

"په کور کې بنديان یو، له کوره نه‌شو وتلای، ماشومان مو ښوونځي ته نه‌شي تلای، د وېرې له امله له کوره نه وځو، دوه میاشتې کېږي چې وکیل مو پیدا کړی، خو تر اوسه يې هيڅ نه‌دي کړي."

هغه مهال په انقره کې د افغانستان سفارت یوې سرچینې ازادي راډيو ته ويلي وو، ترکیه د دغه افغان د وژنې دوسیه څېړي.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت چې لا هم د دغه هېواد درې رنګه ملي بیرغ پرې رپیږي
په ترکیه کې د افغانستان سفارت چې لا هم د دغه هېواد درې رنګه ملي بیرغ پرې رپیږي

دغه شان هغه مهال ترکي رسنیو هم خبر ورکړی و چې ۵۰ کلن افغان کډوال وزیر محمد د ترکیې په «زنګلداک» کې د ډبرو سکرو په یوه ناقانونه کان کې د خپلو مالکانو له‌خوا وژل شوی او جسد یې ورته سوځولی دی.

هم‌مهاله، په ترکيه کې يو افغان کډوال احمدالله وايي، هغه او نور افغان کارګران له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او د کار د جواز د نه لرلو له امله کم معاش اخلي.

دی زیاتوي:

"دوی په هیڅ صورت د کار اجازه نه ورکوي، کارګر باید د کار جواز ترلاسه کړي، که موږ خپله کاري دنده بدله کړو، د کار جواز له‌منځه ځي، د کډوالو معاشونه د ترکي کارګرانو په پرتله کم دي. حکومت هم د کور د ادرس، لاسليک نه‌کول او نورو مسئلو په پلمه د یو کلن موقتي استوګنې اجازه چې ورکړي يې وي، له‌منځه يې وړي."

تر دې وړاندې هم ترکیې، ایران او پاکستان ته د کار په موخه د یو شمېر افغان کډوالو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

دا مهال په افغانستان کې د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او امنیتي ګواښونو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله سلګونه زره بې‌اسناده افغان کډوال په بېلابېلو هېوادونو لکه ترکیې، ایران او پاکستان کې مېشت دي چې د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له ستونزو سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG