د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

د افغان کډوالو د ایستو د بهیر چټکول؛ ایران سلګونه تنه له کرمانشاه څخه وایستل


افغان کډوال په وروستیو کې بیا د ایراني حکومت له چلنده شکایت لري - ارشیف
افغان کډوال په وروستیو کې بیا د ایراني حکومت له چلنده شکایت لري - ارشیف

د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د دغه هېواد د کرمانشاه ولایت چارواکو په روان هجري لمریز کال کې په دغه ولایت کې د بې‌اسناده کډوالو د ایستلو د پلان په پلي کېدو ټینګار کړی دی.

د ایسنا دولتي خبري آژانس د کرمانشاه ولایت د کډوالو او بهرنیو اتباعو د چارو د عمومي مدير حمزه سلیماني له قوله ویلي، د ناقانونه کډوالو د پېژندلو، نیولو او ايستلو د پلان په پلي کېدو سره به ټول بې‌اسناده کډوال له دغه ولایت وایستل شي.

هغه دا هم ويلي چې تېر کال د دغه پلان په پلي کېدو سره زيات شمېر افغانان له دغه هېواده ايستل شوي دي.

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي، د ایران په ټولو سیمو کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ او خراب دی او د دې پلان پلي کېدو دوی اندېښمن کړي دي.

له ایران څخه خپل هېواد ته یو شمېر ستنیدونکي افغانان - ارشیف
له ایران څخه خپل هېواد ته یو شمېر ستنیدونکي افغانان - ارشیف

ايران کې يو افغان کډوال چې نه‌يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل:

"پوليس هغه افغانان که اسناد لري او که يې نه‌لري، راټولوي او که خپل اسناد دوی ته وښېي، له بده مرغه څېري يې ورته. زموږ ملګري چې د استان اصفهان په کمپ کې دي موږ ته خبر راکړ چې په هغه کمپ کې شاوخوا درې یا څلور زره کسان اوسیږي او هيڅ ډول امکانات ان اوبه او خواړه هم نه‌لري."

هغه دا هم وویل چې په‌دې ورځو کې افغانان په ایران کې له سختو شرايطو سره ژوند تېروي.

یو بل افغان کډوال چې ده هم په راپور کې د نوم له اخیستو ډډه کوله ازادي راډيو ته وویل، په ایران کې د افغانستان په پرتله کاروبار ښه دی، خو نه پوهېږي چې افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې به یې برخلیک څه وي.

هغه وويل، په ايران کې هم ځورونې سره مخ دی:

"ډېری کسان ځورول کېږي، داسې فابريکې شته چې افغانان هلته د کار کولو پر مهال د خپلو حقونو په اړه جدي خبرې نه‌شي کولی، او که لږ هم وي، مجبور دی چې کار وکړي. ستونزې ډېرې زياتې دي، حتی کورونه هم بهرنیو اتباعو ته نه ورکول کېږي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د ایران له بېلابېلو سیمو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له‌مخې، په تېرو شپږو ورځو کې شاوخوا پنځه زره افغان کډوال له ایران څخه په زور او یا په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

په ایران کې د افغان کډوالو د شمېر په اړه تر دې دمه ارقام نه‌دي خپاره شوي، خو د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې خبر ورکړ چې، په دغه هیواد کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال په غیر قانوني توګه ژوند کوي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي

ایراني چارواکو ویلي، په ځینو سیمو کې افغانانو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي او له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې په دغو سیمو کې افغانان پر کار ګماري.

هم‌مهاله د تهران د ښاروالۍ ویاند د افغان کارګرو او کباړ ټولونکو ماشومانو د راټولولو طرحې ته په اشارې سره ویلي، دوی به بېرته خپل هیواد ته ستانه کړل شي.

که څه هم په ایران کې د افغان کارګر ماشومانو کره احصایه نه‌شته، خو ویل کېږي چې په دغه هېواد کې ډېری کارګر ماشومان تر ۱۵ کلونو کم عمر لري.

په افغانستان کې د پراخ بشري ناورین په اړه د نړیوالو سازمانونو له اندېښنو سره سره له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري.

د خوړو نړیوال پروګرام د یوه نوي راپور له‌مخې، تمه ده چې په ۲۰۲۴ کال کې به نور ۱.۴۶ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه و ایستل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG