د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

ایران بې اسناده افغان کډوالو ته پر خدمتونو بندیز ولګاوه


ایران کې د افغان کډوالو یو سمبولیک اعتراضي بینر
ایران کې د افغان کډوالو یو سمبولیک اعتراضي بینر

د ایران حکومت په دغه هېواد کې د بى اسناده کډوالو پر وړاندې د هوساينې د هر ډول خدمتونو په ترسره کولو بنديز لګولى.

یو شمېر ایراني رسنیو د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو د ادارې د سرپرست احسان حیدري له قوله ویلي، هغه بى اسناده کډوال چې په دغه هېواد کې د کډوالۍ لازم اسناد نه لري، د هوساينې خدماتو ته به هم لاسرسی و نه لري.

دغه ایراني چارواکي په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د نوم له يادولو پرته زیاته کړې چې دغه کډوال باید له ایران څخه ووځي او خپل هېواد ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې اکثره کډوال افغانان دي او له دې وړاندې هم یو شمېر ایراني چارواکو د دوی پر وړاندې د ورته اقداماتو خبره کړې ده.

احسان حیدري دغه شان خبردارى ورکړى چې که د کارونو مالکان بې اسناده کډوال په دغه هېواد کې په کار وګماري نو له دوى سره به قانوني چلند وشي.

په ايران کې مېشت يو شمېر افغان کډوال هم وايي ستونزې يې ډېرې دي چې د دوى ژوند يې له سختيو سره مخ کړى.

عزیزګل افغان بیک چې په ایران کې یوه له افغان کډوالو څخه ده وايي:

"د هوساينې خدماتونو نشتوالی په تېره د سیم کارتونو او بانکي کارتونو نشتوالی چې افغان کډوالو ته يې ډیرې ستونزې ولاړې کړي. زه پخپله نه بانکي حساب لرم، او نه سیم کارت، د بل چا کاروم چې څو وخته وروسته هغه هم ناقانونه کېږي دوا ډېره په سختۍ پيدا کېږي په ډېرې سختۍ له درملتونونو دوا اخلو کله چې روغتون ته ځو نه مٶ مني وايي تاسو قانوني نه يى"

زهرا عزیزي، افغان خبریاله چې اوس د ایران په پلازمینه تهران کې کډواله ده، د کډوالو د ناسم امنیتي وضعیت په اړه اندېښمنه ده.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل:

"له بده مرغه په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ډیر خراب دی، د امنیت له نظره، که زه ووایم چې دوی نشي کولی په کوڅه کې په آرام زړه سره وګرځي او په آزاده توګه کار وکړي، ځکه چې دوی د شړل کېدو له خطر سره مخ دي، حتی کله چې نانوايي ته ځي، ډوډۍ نه ورکوي، حتی یو شمېر یې چې د کډوالۍ کارتونه در لودل د پوليسو له لوري څيرې شول .د دې لپاره چې افغان کډوال بیمه نه دي، روغتونونه د دوی څخه دوه یا درې چنده ډېرې پیسې اخلي."

له ارشیفه په ایران کې د یو شمېر افغان کډوالو تصویر
له ارشیفه په ایران کې د یو شمېر افغان کډوالو تصویر

زهرا د ایران له حکومته غواړي چې د کډوالو له ایستلو او ځورولو لاس واخلي او دوى ته د انساني ژوند اسانتياوې برابرې کړي.

د افغان کډوالو په ګډون په ايران کې پر کډوالو دغه بنديزونه په داسې حال کې لګول کېږي چې د افغانستان بل ګاونډي هېواد پاکستان هم د اپریل په ۱۵مه د افغان کډوالو د جبري ايستلو دوهم پړاو پیل کړی او بى اسناده افغان کډوالو ته یې د دې هېواد د وتلو ضرب الاجل ټاکلی دی.

په دې پروسه کې هغه افغان کډوال هم شامل دي چې په پاکستان کې د کډوالۍ ځانګړي (اې سى سى ) کارتونه لري.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، پاکستان او ایران دواړو د افغان کډوالو د ایستلو هڅې چټکې کړي.

د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو بېلابېلو سازمانونو د افغان کډوالو د ایستلو له دې ډول سره سخت مخالفت کړی او له کوربه هېوادونو یې د کډوالو د حقونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د بشری حقوقو ملاتړو هم د ایران او پاکستان د اخراج سیاستونه ظالمانه بللي او له دغو هېوادونو څخه یې د نړیوالو معیارونو سره سم د اقداماتو غوښتنه وکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG