د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

پر اسراییل د ایران له بریدونو وروسته د ایران مېشتو افغان کډوالو د اندېښنو زیاتوالی


له ارشیفه په ایران کې د یو شمېر افغان کډوالو تصویر
له ارشیفه په ایران کې د یو شمېر افغان کډوالو تصویر

پر اسراييل د ایران د تېرې شپې له بریدونو او د هغه د پایلو په اړه له اندېښنو وروسته په ایران کې د افغان کډوالو اندېښنې نورې هم ډېرې شوې دي.

دا مهال دغه هېواد د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی.

سعیده چې په افغانستان کې د جمهوري نظام یوه مدني فعاله وه، په ایران کې د وضعیت له خرابېدو اندېښمنه ده او وايي چې د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته نه شي ستنېدای.

نوموړې له ازادي راډیو سره په مرکه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

"موږ افغانان ایران باندې د اسراییلو د احتمالي بریدونو په اړه ډېر اندېښمن یو، نور نه شو کولای افغانستان ته ستانه شو، ځکه چې زما پلار افغانستان کې پوځي و او زه هم د طالبانو تر واکمنۍ مخکې یو مدني فعاله وم، دا زموږ غوښتنه ده. نړیواله ټولنه دې په ایران کې د افغان کډوالو په اړه فکر وکړي."

په ایران کې یو شمېر نور افغان کډوال هم د ورته وضعیت په اړه اندېښمن دي او وايي چې په تهران ښار کې وضعیت بېړنی حالت غوره کړی او د خلکو د پلټنې موارد هم ډېر شوي دي.

په ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو د فدراسیون مشر امېد پویا ازادي راډيو ته وویل چې له کوره تر وتلو وروسته، نن څو ځایه د پولیسو له خوا درول شوی او پوښتنې ترې شوې دي.

"نن سهار چې له کوره ووتم، غوښتل مو چې کار ته ولاړ شو، دوکانونو او هر ځای کې پولیس ولاړ وو، پلټنې یې کولې او ډېرې پوښتنې یې کولې، هغه کسان چې اسناد نه لري له کوره نه شي وتلی، موږ هم لس ځايه پېژندکارت او پاسپورټونه ور ښودلي دا واقعا زمونږ ټولو افغانانو لپاره د اندېښنې ځاى دى."

نوموړی وايي، له دې ټولو اندېښنو سره سره دى او د رسنیو نور فعالان چې د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستانه وتلي، بېرته افغانستان ته نه شي تللای.

پر اسراییل د ایران د وروستیو بریدونو یوه څنډه
پر اسراییل د ایران د وروستیو بریدونو یوه څنډه

په تهران کې یو بل افغان کډوال عنایت الله په ایران کې د روان وضعیت او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه وویل:

" خلک کار ته وتلي او بازارونه خلاص دي، يو شمېر هغه کسان چې اسناد نه لري کار ته نشي تللى، ډېری هغه کسان چې اسناد نه لري، زموږ افغان کډوال دي او دې حالت نه زيانمن دي."

خو د ایران په کرمان ښار کې افغان کډوال شمس الرحمن وايي چې دلته د افغانانو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي او د ده په ګډون یو شمېر افغانانو پرېکړه کړې چې افغانستان ته ستانه شي.

" ښه ده چې خپل وطن ته ستانه شو، له یوې خوا دلته د جګړې اندېښنه ده او له بلې خوا ایران کې د کارګرو وضعیت ښه نه دی، ډېرې اندېښنې شته، له همدې امله زمونږ ډېر افغان هیوادوال غواړي له ایران څخه ووځي."

تر دې برید وړاندې په ایران کې یو شمېر افغان کډوال د ایران او اسراییلو ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو اندېښمن وو او ازادي راډیو ته یې ویلي وو چې خپلې دندې يې له لاسه ورکړي او د خپل برخلیک او امنیت په اړه اندېښمن دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته د جرمني په ګډون یو شمېر هېوادونو له خپلو اتباعو غوښتي چې له ایرانه ووځي.

ایران د ملیونونو افغان کډوالو له کوربه هېوادونو څخه دی چې ډېری یې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د بېکارۍ او امنیتي ګواښونو له امله دغه هېواد ته کډوال شوي دي.

په ایران کې د افغان کډوالو کره شمېره معلومه نه ده، خو شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې په دغه هېواد کې شاوخوا پنځه میلیونه بې اسناده افغان کډوال ژوند کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG