د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

نړیوال جام ته د افغان فوټسال لوبډلې لار موندل او غبرګونونه


د فوټسال افغان لوبغاړي له بریالیتوب وروسته
د فوټسال افغان لوبغاړي له بریالیتوب وروسته

یو شمېر افغانان د فوټسال نړیوال جام ته د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې د لار موندنې په هر کلي سره، دا د افغانستان د ورزش په برخه کې یوه ستره او تاریخي لاسته راوړنه بولي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ د فوټبال د نړیوال جام دلار موندنې پړاو په وروستۍ لوبه کې خپل سیال قرغزستان ته ماتې ورکړه او د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته یې لار وموندله.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال نړیوال جام ته لار موندلې ده.

په افغانستان کې دننه او بهر یو شمیر افغانان او د فوټسال مینه وال د دې بریا هرکلی کوي او دا یوه مهمه لاسته راوړنه بولي.

له افغانستانه کریم او له هند څخه جواد بازون ازادي راډيو ته وویل: " د دوی د لا بریاوو په هیله، خوشاله یوو چې زموږ ورزش پرمختګ ولري او نړیوال جام ته لاره پیدا کړي، واقعا ډېر خوشحاله شوو چې زموږ د فوتسال ټيم نړیوال جام ته لاره پیدا کړه."

د لوبې یوه څنډه
د لوبې یوه څنډه

" نن مو د افغانستان د فوتسال ملي ټیم لوبه ولیده چې ویې شو کولای د لومړي ځل لپاره د فوتسال لوبو نړیوال جام ته لار پیدا کړي. دا ډير یوه لویه او تاریخي لاسته راوړنه ده. هغه کسان چې زما په څېر له هېواده بهر اوسیږي او مسافر دي، ټول له دې بریا څخه ډير خوښ یو."

د افغانستان د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني او د تېر جمهوري نظام د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر مشرانو او سیاسي څېرو د افغانستان د فوټسالد ملي لوبډلې د بریا له امله مبارکي ویلې ده.

د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لخوا هم له دې بریا څخه په پراخه کچه تود هرکلی شوی.

د نړیوال جام د لارموندنې د وروستۍ سیالۍ په لومړۍ نیمايي کې چې په تايلند کې ترسره شوه، افغانستان يو ګول وواهه، خو قرغزستان کوم ګول ترسره نه کړ.

د لوبې دویمه نیمايي د افغان لوبډلې لپاره په تاریخ بدله شوه او ۴ نور ګولونه یې ووهل.

قرغستان لوبډلې درې ګولونه ووهل او لوبه ۵ -۳ د دوه ګولونو په توپیر سره د افغانستان په بري تمامه شوه.

افغان فوټسال لوبغاړي
افغان فوټسال لوبغاړي

تر دې مخکې افغانستان نړیوال جام ته د لارموندنې په پړاو کې د جمعې په ورځ عراق ۵- ۳ ګولونو په وړاندې مات کړ.

د یادونې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په اسیايي سیالیو کې تر کواټرفاینله پورې مزل کړی و، خو له تاجکستان یې ماته خوړلې وه.

په پام کې ده چې د فوټسال نړیوال جام د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۲۴مه نېټه د ۲۴ غوره نړیوالو لوبډلو په ګډون په ازبکستان هېواد کې پیل شي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG