د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

پاکستان کې د یوه مخکیني افغان سرتېري وژل کېدل او ۳ نورو لادرکه کېدل؛ نور کډوال یې اندېښمن کړي


پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال - ارشیف
پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال - ارشیف

په پنجاب ایالت کې د ړنګ شوي جمهوري نظام د ملي امنیت د یوه پخواني سرتېري وژل کېدل او د پاکستان په اسلام اباد ښار کې د درېیو افغان کډوالو ورکېدل د بشري حقونو د سازمانونو او په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا اندېښنې راپارولي دي.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا چې د لادرکه شویو کسانو له کورنیو سره په تماس کې ده، وايي له درېیو ورځو وروسته لا هم د دغو کسانو د برخلیک په اړه معلومات نه لري.

د دې شورا مشر میراحمد رووفي ازادي راډيو ته وویل:

" له پنجشنبې راهیسې درې کسان لادرکه کیږي، د کورنۍ غړي يې پوليسو او اړوندو ارګانونو ته مراجعه کوي، هغوی ته هیڅ ځواب نه مثبت او نه هم منفي ورکول کیږي. یو بل ځوان چې نوی پاکستان ته راغلی و په شهادت رسیږي، چې دا د اندیښنې وړ ده، که د داسې پیښو مخنیوی ونشي، کډوال به خدای مه کړه په رواني ناروغیو اخته شي او یو لوی انساني ناورین به رامینځته شي."

په وروستیو کې پاکستاني ځواکونو هم د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده
په وروستیو کې پاکستاني ځواکونو هم د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا د معلوماتو له مخې، د بلخ ولایت اوسیدونکي حاجي عبدالواحد رسولي او حاجي نسیم او د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ اوسیدونکی سید حرمت الله د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې لادرکه شوي او د دريو ورځو په تیریدو هم د دوی د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته.

دغه شورا وايي، د تخار ولایت اوسېدونکی او د ملي امنیت پخوانی سرتېری سید نور چې شل ورځې وړاندې له ایران څخه پاکستان ته راغلی و، د ثور په لومړۍ نېټه د شنبې په ورځ د پنجاب ایالت په سیالکوټ سیمه کې ووژل شو.

د ورک شویو کسانو کورنیو د موضوع د حساسیت له امله ونه غوښتل چې له موږ سره خبرې وکړي، خو د سید نور له کورنۍ سره مو اړیکه روغه نه شوه.

په ورته وخت کې په جلاوطنۍ کې د بشري حقونو د مدافعانو د نړیوال فدراسیون په نوم یوه بنسټ هم د دغو قضیو په تاییدولو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د اندیښنې وړ بللی او د هغوی پر ساتنې یې ټینګار کړي.

د دغه فدراسیون مشر سمیع الله عزیزي ازادي راډيو ته وویل:

" د بشري مدافعینو اندیښنه دا ده، چې دلته په پاکستان کې بشري حقونو مدافعین ډیر دي .نامتو کسان، خبریالان،د پوهنتونونو استادان، وکیلان، قاضیان،څارنوالان، شاعران ټول داسې کسان دي چې په خطر کې دي، باید د ملګرو ملتونو سازمان او کډوال منونکي بنسټونه د هغوی ساتنه وکړي او خوندي هیوادونو ته د هغوی د لیږدولو لپاره جدي اقدامات تر سره کړي."

څه موده مخکې په اسلام اباد کې د ازادي راډیو پر خبریال احمد هنایش هم وسله وال برید وشو چې هغه یې له امله ټپي شو
څه موده مخکې په اسلام اباد کې د ازادي راډیو پر خبریال احمد هنایش هم وسله وال برید وشو چې هغه یې له امله ټپي شو

دې فدراسیون په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د وروستیو پېښو په اړه یو اعلامیه هم خپره کړې ده.

په اعلاميه کې ويل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د امنيتي ګواښونو له امله ډیری افغان کډوالو خپل هېواد پرېښي او له شاوخوا درېيو کلونو راهيسې په پاکستان کې نورو هیوادونو ته د تګ لپاره د خپلو کیسونو د څېړلو انتظار باسي.

دغه فدراسیون ادعا کړې چې افغانستان ته د ډیری دغو کډوالو ستنېدل د نیول کېدو، شکنجې او ان د مرګ له ګواښ سره مل دي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې د ازادي راډیو پر خبریال احمد هنایش د اسلام اباد ښار په دیپلوماتیکه سیمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا برید وشو چې په کې ټپي شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې دننه د دغو پېښو تر څنګ د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم ظاهرا چټکه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې د پنجشنبې، جمعې او شنبې په ورځو ۹۹۲ افغان کډوال له پاکستانه په زوره ایستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG