د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د دویم پړاو پیلېدو اندېښنې ډېرې کړي


ارشیف: په کراچۍ کې پولیسو د افغان کډوالو یوه کمپ کې د پلټلو پر مهال
ارشیف: په کراچۍ کې پولیسو د افغان کډوالو یوه کمپ کې د پلټلو پر مهال

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د دوهم پړاو د پیلېدو په اړه اندیښنې مخ په زیاتېدو دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ بیګاه ناوخته ازادي راډیو ته وویل، په هغو سیمو کې چې د افغانستان د تابعیت یعنې د "اې‌سي‌سي" کارت لرونکي افغانان اوسي په وروستیو کې د پولیسو ورتګ زیات شوی او هغوی ته ویل شوي چې د اپرېل له ۱۵مې مخکې له پاکستانه ووځي کنه په زوره به وایستل شي.

هغې وویل: "هغه راپورونه چې نوي موږ ته رارسېدلي دا دي چې په هغو علاقو کې چې افغانان مېشت دي، هغو علاقو ته د پولیسو ورتګ زیات شوی دی. د هغوی چې د اې سي سي کارتونه لري پر کورونو باندې خو درې میاشتې دمخه دوی لاینونه او دا لګولي وو او د دوی ډاټا او مپینګ یې کړی و. خو له دې سره دوی بیا هم دغو کورونو ته ورځي او هغوی ته خبرداری ورکوي چې تاسو له پنځلسم (اپرېل) تاریخ مخکې په خپله خوښه لاړشئ، که تاسو لاړ نه‌شوئ نو له پنځلسم نه پس به موږ تاسو په زوره او جبري توګه باندې وباسو."

اغلې کاکړ د ملګرو ملتونو د کډوالو له لویې کمېشنرۍ وغوښتل چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د امنیت او حقونو د خوندیتوب لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

په عین حال کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا رییس میراحمد روفي له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د دویمې مرحلې په اړه د اسلام آباد پرېکړه دردونکې او یوه غمیزه بللې ده.

هغه تېرماښام ازادي راډیو ته وویل چې دې پرېکړې په پاکستان کې ډېرې افغان کډوال اندېښمن کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: "په واقعیت کې دا دردونکې او هغه یوه غمیزه ده. د افغانستان دولت، د پاکستان دولت او د بشري حقونو سازمانونه چې لږو او ډېر په دې مسئله کې ښکېل دي، د کډوالو د ایستلو لپاره دې یو میکانیزم ایجاد کړي چې لږترلږه له یوې خوا روحي فشارونه کم شي او له بلې خوا هغوی په پراخه پیمانه ونه ایستل شي."

روفي زیاته کړه چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په دویم پړاو کې هغه افغانان په نښه کېږي چې ویل کېږي په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸م کلونو کې د افغانستان د تابعیت کارټونه یعنې "اې‌سي‌سي" ACC ورکړل شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه بهیر به د اپرېل له پنځلسمې پیل شي.

په عین حال کې د The New Humanitarian په نوم یوې خپلواکې او غیرانتفاهي رسنۍ په یوه وروستي راپورکې ویلي چې له شپږم ټولکي پورته یو شمېر نجونې چې په افغانستان کې یې پر زده کړو بندیز لګول شوی هم په دې پړاو کې له پاکستانه د ایستلو له خطر سره مخامخې دي.

د راپور له مخې له پاکستانه په ایستل کېدونکو افغانانو کې د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو یو شمېر هغه غړي هم شامل دي چې د حکومت له ړنګېدو وروسته یې دې هېواد ته پناه وړې او دا هغه زیانګالي افغانان دي چې افغانستان ته د بېرته ستنولو په صورت کې به له غچ اخیستونکو حملو خوندي نه وي او دوی هم دې ته ډېر اندېښمن دي.

د ملګرو ملتونو د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په پاکستان کې لږترلږه اته لکه افغانان چې د افغانستان د تابعت کارتونه یې ترلاسه کړي، د نیولو، ناوړه چلند او بالاخره د اخراج له خطرسره مخامخ دي.

دې سازمان بیا بیا له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو لغوه کړي.

پاکستان له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو په لومړۍ مرحله کې چې د تېر کال په نومبر میاشت کې یې پیل کړې، بې اسناده افغانان په نښه کړي چې د شمېرو له مخې تراوسه له پنځه لکو زیات افغانان افغانستان ته ستانه کړی شوي دي.

اکثره افغانان چې نوي افغانستان ته ستانه شوي، د کار او سرپناه له نشتوالي شکایت کوي.

یو شمېرنور بیا وایي چې تراوسه یې هیڅ مرستې نه‌دي ترلاسه کړي او هغوی چې ورسره څه ناڅه مرسته شوې هم وایي چې زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

داسې اندېښنې شته، چې له پاکستانه په ډله‌ییزه توګه د افغان کډوالو د ایستلو د دویم پړاو له پیلېدو سره به په افغانستان کې د ستونزو او بېوزلۍ کچه لاپسې پراخه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG