د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۹

واشنګټن ټایمز: په څلورو میاشتو کې پاکستان نژدې ۵۰۰زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي


له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې
له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې

د لوېدیځ یو شمېر چاپي خپرونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان او پاکستان پر اړیکو مقالې خپرې کړې دي.

واشنګټن ټایمز:

واشنګټن ټایمز لیکي د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې پاکستان نژدې پنځه لکه افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

د خپرونې په باور له دې سره د هغو افغانانو ژوند تریخ شوی چې د امریکا ویزو ته په دغه هېواد کې انتظار دي.

ورځپاڼه د امریکا د حکومت د څار ډلې په وینا لیکي چې ګڼو افغانانو د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته پاکستان ته پناه یووړه او امریکایي چارواکي یې خبر کړل چې ژوند یې په خطر کې دی، خو اوس دوی په پاکستان کې له ستونزو سره مخامخ دي.

واشنګټن ټایمز لیکي چې ستونزه دا ده چې له ۲۰۲۱م کال راوروسته چې امریکا په ګډوډ حالت کې خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل هلته نور ډیپلوماتیک حضور نه لري او دې مسئلې د ځانګړیو ویزو د ورکړې لپاره د مرکو چارې ټکنۍ کړې، خو بل اړخ ته په پاکستان کې مېشت دغه ویزو ته سترګې په لاره کډوال له دې خطر سره مخامخ دي چې اسلام اباد یې بېرته افغانستان ته ونه لېږي.

فارین پالیسي:

د لوېدیځ بله خپرونه فارین پالیسي له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو مسئله له دې سره مرتبطه ګڼي چې اسلام اباد په کابل کې پر واکمنو طالبانو فشار راولي.

فارین پالیسي لیکي، له ۲۰۲۱م کال راهیسې چې طالبانو کابل نیولی، د پاکستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' بریدونه زیات شوي دي.

د خپرونې په باور افغان طالبانو د 'ټي ټي پي' د غړیو او پاکستان ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه برابره کړه چې نتیجه یې ورنه کړه او له دې پرته افغان طالبانو په دې برخه کې ډېر څه نه دې کړي او په اسلام اباد کې یې له خپلو اوږدمهاله متحدینو سره کړکېچ زیات کړی دی.

د خپرونې په باور اسلام اباد له همدې امله پر افغان طالبانو فشار زیات کړی چې په دې لړ کې یې په نومبر کې اعلان وکړ چې څه باندې اوولس لکه افغانان چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري له خپلې خاورې باسي.

د دې ترڅنګ اسلام اباد د جنوري په لومړیو کې د لسو ورځو په مخه له افغانستان سره پر پوله ټرانزیټي لارې بندې کړې.

فارین پالیسي لیکي، اسلام اباد په داسې حال کې په کابل کې پر خپل پخواني متحد فشار راولي چې بل لور ته یې له خپل زاړه دښمن هند سره سرحد ارامه دی او د ۲۰۲۱م کال د اوربند له برکته هلته هیڅ مشکل نه شته، خو د خپرونې په باور په وروستیو کې داسې نښې نښانې لیدل کېږي چې هره شېبه ممکن له هند سره هم د پاکستان په سرحد کې شخړې پیدا شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG