د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

مېل: له پاکستان څخه ایستل شوي افغانان له صفره ژوند پیلوي


له افغانستانه پاکستان ته کډه شوي افغان کډوال.
له افغانستانه پاکستان ته کډه شوي افغان کډوال.

ګڼو لوېدیځو مطبوعاتو له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په موضوع لیکنې خپرې کړي دي.

کرسچین ساینس مانیټر:

کرسچین ساینس مانیټر ورځپاڼې لیکلي، پاکتسان په وروستیو کې په خپله خاوره کې د سختدریځو د حملو د زیاتېدو په غبرګون کې د سلګونو زرو افغان کډوالو ایستل پیل کړي دي.

امنیتي شنونکي د یوه بشري بحران نښې ویني او په سیمه کې د پراخې ناامنۍ په وړاندې خبرداری ورکوي.

د بحران نړیوالې ډلې د دوشنبې په ورځ وویل: "د افغانستان چارواکي د زیات شمېر راستنېدونکو کډوالو د منلو وس نه لري."

کرسچین ساینس مانیټر ورځپاڼې پر اساس، په پاکستان کې نږدې ۴ میلیونه افغان کډوال اوسي.

د هغو اکثره له جګړو او یا هم د هغو ټولنیزو محدودیتونو له کبله تښتېدلي چې په وروستیو دوو کلونو کې طالبانو په افغانستان کې عملي کړي دي.

ګڼ نور په پاکستان کې زېږېدلي دي. اوس د هغو نیمايي له دغه هېواده د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دي.

د ورځپاڼې پر اساس، په افغانستان کې د هغوی د لومړنیو او اساسي اړتیاوو برابرول به اسانه نه وي.

په افغانستان کې د ډېر شمېر کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره امکانات ډېر لږ دي او له بلې خوا پاکستاني چارواکي اجازه نه ورکوي چې کډوال خپل وسایل له ځان سره یوسي.

خو له دې سره سره، که له پاکستانه راستنېدونکي کډوال وسایل او نورې اسانتیاوې نه لري، خو ځینې نورې غوښتنې ممکن ولري چې طالبان یې نه ورپوره کوي. هغه ښځې چې زده کړې یې کړي یا یې په مهاجرت کې کار کاوه ممکن له طالبانو هم د زده کړو او کار غوښتنه وکړي.

مېل:

د بریتانیا مېل ورځپاڼې هم له پاکستان څخه د ایستل شویو او ایستل کېدونکو افغان کډوالو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې سرلیک دی: "له پاکستان څخه ایستل شوي افغانان له صفره ژوند پیلوي."

تر دې عنوان لاندې د یوه پیک اپ موټر عکس لیدل کېږي چې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان پکې سپاره دي.

مېل ورځپاڼه د هغو ماشومانو او ښځو د سخت وضعیت کیسه کړې چې له پاکستانه تر ایستل کېدو وروسته په افغانستان کې په خیمه کې اوسي.

تورخم ته نږدې د غره په لمن کې په دې کمپ کې خپل هېواد ته د راستنو شويو کډوالو پر بدن د ورځې په مخه د لمر د تېزوالي له کبله خولې ماتې وي، خو د شپې په مخه یې له سړوالي بدن رېږدي.

د تورخم چارواکي وايي، له کله چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی دی، لږترلږه ۲ لکه ۱۰ زره تنه له دې لارې افغانستان ته راغلي. د هغوی په منځ کې ډېر داسې کسان شته چې که ټول عمر نه وي نو د خپل ژوند لویه برخه یې له هېواده بهر تېره کړې ده.

مېل ورځپاڼه زیاتوي، په تورخم کې له لومړني کمپ څخه کډوال د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته وړل کېږي او هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ نغدې ورکول کېږي چې د یوې افغان کورنۍ د یوې میاشتې د خرڅ لپاره کافي دي.

ورځپاڼې د هغو کورنیو یادونه هم کړې چې په افغانستان کې هېڅ ځای نه لري.

ورځپاڼه لیکي، له پاکستان څخه ایستل شوي شېراغا فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دوی نه پوهېږي چې چېرې ولاړ شي ځکه د افغانستان په هېڅ ځای کې نه کور لری او نه مځکه.

ده خپله کډه او ۹ ماشومان په لارۍ کې بار کړل چې کندوز ولایت ته لاړ شي ځکه چې په کندوز کې زېږېدلی دی. دی په پنځه کلنۍ کې له کندوز څخه پاکستان ته مهاجر شوی و او اوس په کندوز کې خپلوان نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG