د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

اوپن ډیموکراسي: بریتانیا په هوټلونو کې د مېشتو افغانانو له مرستو لاس اخیستی


د بریتانیا بیرغ
د بریتانیا بیرغ

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې په پېښور کې د موسیقۍ د یوه افغان مینه‌وال او د ټيپونو د یوه مستري په اړه مقاله لیکلې چې د افغان سندرغاړو نایابې کسیټې یې ټولې کړي.

دی محمد حسن زمری نومېږي چې له ډېرو کلونو هلته اوسي.

د ټيپونو دغه جوړونکی چې له ګڼو سندرغاړو سره یې د سندرو په ثبت کې هم مرسته کړې، وايي، افغانستان کې له موسیقۍ سره مینه ژوره ده، خو طالبانو دمګړی پرې بندیز لګولی.

محمد حسن ګارډین ته ویلي چې شاوخوا زر دانې زړې او ډېرې نایابې کسیټې ورسره دي.

د طالبانو په لومړۍ دوره کې به پېښور د ګڼو افغان هنرمندانو کوربه وو او هلته به یې خپلې سندرې په بېلابېلو سټوډیوګانو کې ثبت او پلورلې.

د نغمې، قمرګلې، قندي کوچۍ، فیض کاریزي، بریالي صمدي او ګڼو نورو داسې هنرمندانو کسیټې هغه وخت ډېرې پلورل کېدې.

خو محمد حسن بیا تر دې د پخوانیو هنرمندانو لکه ناشناس او ځینو نورو فولکور سندرغاړو نایابې کسیټې هم ټولې کړي او هیله من دی چې وکولای شي دا سندرې ډیجیټالیز کړي یې اورېدل ټولو ته اسانه شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته په رسېدو موسیقي بنده کړه او سندرغاړو ته یې سپارښتنه وکړه چې ځان ته نور کارونه ولټوي.

د ځینو راپورونو له مخې طالب وسله‌وال بیا په ځینو سیمو کې د ساز الې ماتې او ځینې محلي سندرغاړي یې په عام محضر کې ورټل.

اوپن ډیموکراسي:

اوپن ډیموکراسي خپرونې په بریتانیا کې د هغو سلګونه افغانانو پر وضعیت مقاله خپره کړې چې لا هم په هوټلونو کې پاتې دي.

مقاله په دې پیلېږي چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت په هوټلونو کې د دغو ایسارو افغانانو سره له مرستو لاس اخیستی دی.

د راپورونو له مخې شاوخوا پنځه سوه افغانان چې په کې درې سوه ماشومان دي لا هم د کورونو په لټه کې دي.

اوپن ډیموکراسي د سلیم په نوم له یوه افغان کډوال سره خبرې کړي چې وايي، په هوټل کې یې د پاتې کېدو موده غځول شوې، خو د شپې ډوډۍ نور څوک نه ورکوي.

سلیم شکایت کړی چې په هوټل کې د پخلۍ هېڅ وسایل نه لري او مجبوره دي چې ټول وخت له بهره یا پيزا یا برګرې واخلي.

شاوخوا اته زره افغانان تر یوې میاشتې مخکې هم په هوټلونو کې اوسېدل، خو اوس دا شمېر تر نوي فیصده راکم شوی ځکه اکثر افغانان وروسته له هغه له هوټلونو ویستل شول چې د بریتانیا حکومت همدا سپټمبر ورته وروستی مهلت وټاکه.

د بریتانیا په حکومت باندې انتقادونه کېږي چې د تخلیې په پروسه کې یې تېروتنې کړي او په دې سربېره یې هغه افغانان هم په سمه توګه نه دي ځای پر ځای کړي چې له افغانستانه یې ایستلي.

XS
SM
MD
LG