د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

د امریکا د سولې انسټېټیوټ: په افغانستان کې یو وار بیا بحران تازه کېږي


په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022
په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

انسټېټیوټ:

د امریکا د سولې انسټېټیوټ د افغانستان پر اقتصادي وضعیت یوه تحلیلي لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې راغلي، سره له دې چې په افغانستان کې د ثبات نښې لیدل کېږي، له دې کبله چې بشري مرستې په کمېدو دي، په دې هېواد کې یو وار بیا بحران تازه کېږي.

په دې شننه کې وړاندې راغلي، له څه باندې دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې طالبان واکمن دي، خو دا هېواد لا هم د نړۍ تر ټولو بې‌وزله هېواد دی او تر نورو بې‌وزلو هېوادونو زیاتو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په تېر یو کال کې وضعیت تر یوه حده ښه شوی، خو له بده مرغه اقتصادي شرایط خرابېږي او تر یوه حده ښه شوی اقتصاد بیا مخ په ځوړ دی.

د امریکا د سولې د انسټېټیوټ پر اساس، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نفوس وده په زیاتېدو ده، ورسره پاکستان سلګونه زره افغانان له خپلې خاورې باسي.

دا په داسې حال کې ده چې بې روزګاري او په پراخه پیمانه بې‌وزلي دومره ډېره ده چې اکثره افغانان لا هم د لومړنیو خوراکي او غیرخوراکي اړتیاوو د برابرولو وس نه لري.

د امریکا د سولې د انسټېټیوټ په شننه کې د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت د بندیز په تړاو ویل شوي چې له دې درکه افغان کروندګرو د کال شاوخوا ۳ میلیارد ډالره ترلاسه کول چې د بندیز له کبله یې عاید څه باندې یو میلیارد ډالرو ته راښکته شوی او دا په داسې حال کې ده چې هېڅ متبادل نه دی ورکړل شوی. د امریکا د سولې د انسټېټیوټ په وینا دا به د افغان کروندګرو اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړي.

په همدې منځ کې له پاکستان څخه افغانستان ته د څلور لکه افغان کډوالو ستنول به د دغه هېواد ستونزې لا ډېرې کړي ځکه چې دا کسان په ډېر نامناسب وخت کې ایستل کېږي.

د دغه انسټېټیوټ په شننه کې راغلي چې په افغانستان کې د انفلاسیون مخه نیول شوې چې طالبان ورته خوشاله دي ځکه چې د جنسونو بیې ورسره ټیټې شوي، خو حقیقت دا دی چې دا ښه خبر نه دی ځکه چې له دې سره به په مجموع کې د اقتصاد ارزښت ټیټ او بې روزګاري لا ډېره او د حکومت عاید کم شي.

پر دې سربېره د افغانستان صادرات په کمېدو دي. مثلاً کله چې پاکستان د انرژۍ له کموالي سره مخامخ و او په نړۍ کې د سکرو بیه لوړه وه، له افغانستان څخه یې په پراخه پیمانه سکاره وارد کړل، خو اوس داسې ښکاري چې په نړیوالو بازارونو کې د بیو د بدلون له کبله وضعیت بدل شوی دی.

د دغه انسټېټیوټ پر اساس، طالبانو د خپل حکومت په لومړیو دوو کلونو کې د مالیو په ټولولو کې د پام وړ پرمختګ کړی، خو که اقتصاد په ټپه ولاړ وي، په عوایدو کې دا وده کمېږي.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته لسګونه زره افغانانو ته په لوېدیځو هېوادونو کې پناه ورکړل شوه او لا هم لسګونه زره نور افغانان د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې دې ته انتظار دي چې لوېدیځو هېوادونو ته یووړل شي.

خو په دې منځ کې ګڼ شمېر افغان کډوال په کوربه هېوادونو کې د ځای د نشتوالي له کبله له ستونزو سره مخامخ دي. ځینې له دوو کلونو راهیسې په هوټلونو یا موقتي ځایونو کې اوسي.

انډیپندنټ:

د بریتانیا انډیپندنټ ورځپاڼې په دې موضوع په لیکنه کې ویلي چې سلګونه افغان کډوال د بریتانیا په یوه پوځي اډه کې مېشت دي، خو د کابینې غړي لا هم وايي چې دغو کډوالو ته د نویو کورونو د جوړولو پلان لري.

ورځپاڼه لیکي چې د حکومت له لوري په وخت کډوالو ته د سرپناه نه ورکول غندل شوي او دا له کډوالو سره خیانت بلل شوی دی.

په همدې حال کې د بریتانیا دفاع وزارت هڅه کوي چې ۳ زره نور افغانان، چې پخوا یې په افغانستان کې له بریتانیايي پوځیانو سره همکاري کړې، له پاکستان څخه بریتانیا ته انتقال کړيٍ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG