د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

هغه دوه وروڼه چې غوښتل یې داعش سره د یو ځای کیدو لپاره افغانستان ته لاړشي!


سمبولیک تصویر، له ارشیفه
سمبولیک تصویر، له ارشیفه

د برېتانیا ټیلګراف ورځپاڼې د هغو دوو وروڼو د نیول کېدو په اړه لیکلي چې غوښتل یې افغانستان ته لاړ شي او له داعش سره یوځای شي.

۲۱ کلن محمد عبدالحلیم حیدر خان، او ۱۸ کلن محمد حمزه حیدر خان په جولای میاشت کې اعتراف کړی وو چې د تروریستي اعمالو لپاره یې تیاري نیوله.

دوی وروسته په برمنګم کې د محاکمې په مهال خپله خبره بېرته واخیسته، خو قاضي د جمعې په ورځ دواړه په قید محکوم کړل.

حلیم حیدرخان په لس کاله او کشر ورور یې په ۸ کاله بند محکوم شول. د دوی د قید موده څلور کاله زیاتېدای هم شي.

دوی قاضي ته وویل چې په ۲۰۲۲ کې افراطي افکار ورته پیدا شول او له داعش سره د یوځای کېدو لپاره یې د افغانستان د سفر پروګرام جوړ کړ. له دې ډلې سره د یوځای کېدو فورمې یې هم ډکې کړې وې.

دا دوه تنه د نوومبر په دوهمه په برمنګم کې په خپل کور کې ونیول شول.

بزنس ستنډرد

دې ورځپاڼې د افغانستان د روغتیايي سکتور د ملاتړ لپاره د اروپايي اتحادیې د مالي مرستې خبر ورکړی دی.

ورځپاڼه لیکي، په داسې وخت کې چې افغانستان له اقتصادي ستونزو سره لاس و ګرېوان دی اروپايي اتحادیې له ساري ناروغیو سره د مبارزې او د افغانستان د روغتیايی سیستم د ملاتړ لپاره د ۱۰ میلیون یورو د ورکولو ژمنه کړې ده.

دا پیسې به د روغتیا نړیوال سازمان ته ورکوي چې په افغانستان کې یې له ناروغیو سره پر مبارزې او د دغه هیواد د روغتیايي سیستم پر ملاتړ ولګوي.

دا مرسته په داسې وخت کې کېږي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه لکونه افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي او په ځانګړي ډول د هغو افغانانو په منځ کې چې له پاکستانه اېستل شوي، د نس ناستي په شان د ساري ناروغیو د خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د دې لپاره چې له پاکستان څخه اکثره اېستل شوي افغان کډوال په خپل هېواد کې سرپناه نه لري، ډېری یې په موقتي خیمو کې اړوي چې د تشناب او نظافت اسانتیاوې نه لري. له همدې کبله د دوی په منځ کې ناروغۍ په اسانه سرایت کوي.

د عربي هېواد عمان، ټایمز اف اومان (عمان) ورځپاڼې په افغانستان کې د کتابونو د پلورلو او چاپولو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، افغان کتاب پلورونکي او کتاب خپروونکي په خپل هیواد کې د کتاب د بازار پر سړېدو اندېښمن دي او وايي چې په تېرو دوو کلونو کې یې پنځوس سلنه مشتریان له لاسه ورکړي دي.

دوی دغه راز وايي چې لا هم د کتاب د پلور بازار په سړېدو دی ځکه چې د خلکو اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي.

په کابل کې د کتاب چاپوونکو اتحادیه وايي چې اوس په افغانستان کې ۱۸۰ کتاب خپروونکي، ۵۵۰ کتابپلورنځي او ۱۵۰ مطبعې فعالې دي خو ټولې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG