د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

"د پاکستان د پوځ لوی درستیز د بهرنۍ پالېسۍ سرې کرښې ټاکي "


د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر
د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر

د سیمې او نړۍ یو شمېر رسنیو د افغانستان او افغانانو په تړاو لیکنې خپرې کړې دي.

په دې لړ کې د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د دې هېواد د پوځ د لوی درستیز په وروستیو څرګندونو یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی: " د پاکستان د پوځ لوی درستیز د بهرنۍ پالېسۍ سرې کرښې ټاکي. "

لیکنه وايي ددې هېواد د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر په هغو څرګندونو کې چې د دې د لویدیز ګاونډي ( افغانستان ) او ختیز ګاونډي ( هندوستان ) سره یې د بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوبونه بیانول، له سیال هېواد هندوستان سره پخلاینه رد کړه.

د ورځپاڼې په وینا، نوموړي د افغانستان په حواله وویل چې: "د یو پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی."

په لیکنه کې له افغانستان سره د پاکستان د تاریخي ستونزو په تړاو هم پر افغان لوري د پاکستان د پوځ د لوی درستیز انتقادونه رانقل شوي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستییز دا څرګندونې د پاکستاني چارواکو د هغو خبرو دوام ګڼل کیږي چې په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د وروستیو بریدونو ملامتي په افغانستان کې د طالبانو پر واکمن حکومت اچوي او ادعا کوي چې ټي ټي پي ته یې پر خپله خاوره ځای ورکړی، هغه ادعا چې افغان طالبان یې ردوي او د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان کورنۍ مساله ګڼي.

د پاکستان دولتي راډیو، راډیو پاکستان بیا خبر ورکړی چې د پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده. د راډیو پاکستان پر ویب پاڼه په تازه خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې تر اوسه پورې له پاکستان څخه څلور سوه دري شپیتو زرو او اوه سوو زیات هغه افغان کډوال ایستل شوي چې د پاکستاني چارواکو په وینا، په پاکستان کې یې د استوګنې اسناد نه درلودل.

پاکستان د نومبر میاشتې راهېسې له خپل هېواد څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو ځینو نورو ادارو په دې ساړه ژمي افغانستان د پاکستان څخه د لسګونو زرو افغان کډوالو ایستل د پاکستان ناسمه پریکړه ګڼلې او له پاکستاني چارواکي یې غوښتي چې افغان کډوال دې په جبري توګه له خپل هېواد څخه نه وباسي.

ډیپلوماټ خپرونې بیا په افغانستان کې د هزاره افغانانو پر ستونزو د ګل حسن محمدي په نوم د یو افغان لیکنه خپره کړې چې په کې د طالبانو په حکومت کې د افغانستان د هزاره وګړو په وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتیدو او له دوی سره پر ناسم چلند ټینګار شوی دی.

لیکوال په دې لېکنه کې پر هزاره وګړو د هغو بریدونو د یادونې سربېره چې ډېر کله یې مسوولیت د داعش وسلواله ډله پر غاړه اخلي.

د دغې لیکنې لیکوال، د طالبانو د امر بالمعروف د ادارو له خوا د " ناسم حجاب " په تور د ځینو هزاره نجونو نیولو ته هم اشاره کړې ده او ادعا یې کړې چې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ د پیل راهېسې د هزاره ټبرو افغانانو ستونزې تر پخوا زیاتې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG