د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

" د افغانستان د اوبو مدیریت په پاکستان کې د خطر زنګونه کړنګوي "


له ارشیفه: د آمو سېند یوه څنډه
له ارشیفه: د آمو سېند یوه څنډه

د یورو ایشیا ټایمز خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د کونړ پر سېند د بند د جوړولو طرحې ته کتنه کړې او ویلي چې د طالبانو له خوا د اوبو د بندونو جوړولو هغوی پیاوړي کړي خو ګاونډیان یې غوسه کړي دي.

خپرونه وايي، د طالبانو حکومت چې نړیوالې ټولنې په رسمیت نه دی پېژندلی، د افغانستان پر سېندونو د بندونو د جوړولو پلانونو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د اوبو مدیریت او په دې برخه کې اقداماتو ته د پخواني جمهور رئیس اشرف غني د واک پر مهال ډېر پام ور واوښت چې واک ته د طالبانو له بیاځلي رسیدو وروسته دوی هم په دې برخه کې د تېر حکومت د ځینو طرحو پلي کولو ته دوام ورکړ.

ایرو ایشیا ټایمز د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې وايي، افغانستان باید د خپلو سېندونو اوبه مدیریت کړي هغه که فراه کې وي، که هلمند کې وي، که فاریاب کې وي او یا کونړ کې وي.

د نوموړي په وینا، ددوی حکومت خپله پرېکړه کړې ده او دا افغانستان د خلکو حق دی چې باید ګټه ترې واخیستل شي.

د یورو ایشیا ټایمز د دې لیکنې په بله برخه کې راغلي: هندوستان چې په ۲۰۱۶ م کال کې یې د سلما د بند په جوړولو کې مرسته وکړه، اوس چمتو دی چې خپلې تخنیکي تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.

خپرونه وايي، افغانستان د پنځو لویو سیندیزو حوزو سرچینه ده چې کولی شي د خپلو اوبو اړتیا پوره کړي، خو وړاندې لیکي چې د څلورو سېندیزو حوزو اوبه یې نورو هېوادونو ته ځي.

لیکوال وړاندې وايي: د کونړ پر سېند د بریښنا د بند جوړول به د طالبانو د حکومت او پاکستان پر سیاسي او امنیتي اړیکو بې اغېزې نه وي. ځکه د افغانستان له خوا دغلته د اوبو مدیریت په پاکستان کې د خطر زنګونه کړنګوي. د لیکنې په وینا پاکستان په دې باور دی چې د کونړ پر سیند د اوبو د بند د جوړولو په اړه د طالبانو د حکومت پریکړه د پاکستان پر ضد د دښمنۍ یو اقدام دی.

له سکاټلنډ خپریدونکې بای لاینز خپرونې خپلې وروستۍ ګڼه کې د افغان ښځو پر وضیعت یوه لیکنه کړې چې سرلیک یې دی: " افغان ښځې له ورځني ژوند لیرې پاتې دي. "

خپرونه واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د ښځو د کار او زده کړو د محدودولو اقداماتو ته اشاره کوي او زیاتوي، افغانستان کې ډېرې ښځې په دولتي او نادولتي ادارو کې د کار اجازه نه لري او نجونې نه شي کولی چې په منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونو کې زده کړې وکړي.

د لیکنې د لیکوال په وینا پارکونه، لوبغالي، سیاحتي سیمې او سینګارتونونه د افغان ښځو پر مخ تړلي او دوی دا مهال په خپل ورځني ژوند کې د کور په څلور دېوالونو کې حبس شوي دي.

د خپرونې په وینا، لویدیزو هېوادونو افغان ښځې او نجونې هېرې کړي، خو د دوی د حقونو لپاره به مبارزه دوام لري.

XS
SM
MD
LG