د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

" د طالبانو له هڅو سره- سره د افغانستان ننګونې په زیاتېدو دي"


دوه بېوزلۍ ځپلي افغان ماشومان
دوه بېوزلۍ ځپلي افغان ماشومان

سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼه لیکي، د طالبانو تر بیا واکمنۍ راوروسته د دوی منزوي حکومت چې نړیوالې ټولنې په رسمیت نه دی پېژندلی، هڅې کوي چې په کور دننه خپل اقتصاد څه ناڅه ورغوي.

دغه امریکایۍ ورځپاڼه وړاندې لیکي، په افغانستان کې د اوسپنې فابریکې د شپې په مخه هم کار کوي چې د بنیادي پروژو لپاره ګول سیخونه تیار کړي.

دا ورځپاڼه بیا د یوشمېر بندونو جوړیدو ته اشاره کوي او ځینې نورې پروژې یادوي، خو لیکي چې د طالبانو له لورې د ښځو د حقونو نقض وضعیت خراب کړی دی، له همدې امله دوی د افغانستان بانک د زېرمو واک له لاسه ورکړی دی، همداراز له همدې امله د لویدیځ مرستې په دوی درېدلې دي.

سټارز اینډ سټرایپس وړاندې لیکي، د جمهوریت په وخت د افغانستان د عامه لګښتونو له څلورو درې برخې په بهرنیو مرستو ولاړې وې او طالبان وایي چې دوی یوازې په کورنیو مالیاتو او د ګمرکونو په عوایدو تکیه کوي.

ورځپاڼې بیا د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د مرستیال عبدالطیف نظري خبرې را اخیستې دي چې وایي، مالي خنډونو د دولتي پروژو ساحه محدوده کړې ده، خو دی زیاتوي چې دوی په سمه لاره روان دي او دا لاره په کور دننه د بساینې سبب کیږي.

ورځپاڼه بیا لیکي، د افغانانو اقتصادي وضعیت په خرابیدو دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، له دوه زره لومړي کال راهیسې د افغانستان دننه د هغو خلکو فیصدي شپېتو ته رسېدلې ده چې په بشري مرستو متکي دي چې دا د افغانستان د نفوس له درېیو دوې برخې تشکیلوي.

سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼه بیا څرګندوي چې په افغانستان کې ننګونې په زیاتیدو دي.

پاکستان چې د افغانستان لوی مارکېټ دی د کابل له واکمن حکومت څخه ناراضه شوی دی او د سیاسي اهدافو لپاره د اقتصادي اړیکو د ګډوډولو هڅې کوي.

جاپانۍ ورځپاڼې اسای شمبون هم په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان د پروژو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دا ورځپاڼه لیکي چې د تتسو ناکامورا پروژې به په افغانستان کې بیا پيل شي.

د ورځپاڼې په باور، دا پروژې به بل جاپانی متقاعد انجینیر نوریو اووا پيل کړي.

ناکامورا د افغانستان په ختیځ کې د اوبه خور او نورو زراعتي پروژو له امله په خلکو ګران و او ده ته به یې کاکا مراد ویل.

دی د جاپان له فوکوکای سیمې افغانستان ته تللی و او د دوه زره نولسم کال د ډسمبر په څلورمه د نامعلومو وسله والو د برید له امله ووژل شو.

انجنیر اووا هم مخکې داسې نیت درلود چې کله تقاعد شي افغانستان ته به ځي او هلته به له ناکامورا سره مرسته کوي، خو ناکامورا ووژل شو او انجنیر اووا ونه توانیده چې د خلکو په وینا له کاکا مراد سره وغږیږي او خپل پروګرام جوړ کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG