د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

رسنۍ: په تورخم کې د رامنځته شوې ټرانزیټي ستونزې حل لپاره خبرې روانې دي


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

اینډیپینډینټ:

اینډیپینډینټ مجلې په هرات ولایت کې وروستیو زلزلو ته کتلي او په دې اړه یې لیکلي چې د اکټوبر په اوومه په هرات ولایت کې د ریښتر پر کچه ۶.۳ درجې زلزله وشوه او څو ورځې وروسته د اکټوبر په ۱۱ مه په همدې ولایت کې دوهمه زوروره زلزله وشوه چې له امله یې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

په مقاله کې یادونه شوې چې د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې یا یونېسف په یوه بیان کې ویلي، په زنده جان او انجیل ولسوالیو کې په زلزله کې د وژل شویو کسانو اکثریت ښځې او کوچنیان دي او ۲۱ زره کورونه ویجاړ شوي دي.

په دې مقاله کې راغلي چې په عامه خدمتونو کې د پانګونې په برخه کې د طالبانو د حکومت پاتې راتلل بنسټیز خدمتونه نور هم خراب کړي چې د دغو خدمتونو نشتون له دا ډول اضطراري وضعیته د خلاصون لپاره د زیان منونکو ټولنو مخه نیسي.

یونېسف ویلي چې په ۲۰۲۴م کې په بېړنۍ توګه ۱،۴ ملیارد ډالرو ته اړتیا لري چې د ۱۹،۴ میلیونه افغانانو بشري او لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او دا د افغانستان د نفوس نیمایي برخه جوړوي.

مکاو بزنېس:

مکاو بزنېس خپرونې د تورخم دروازې د بندېدو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي، د دوشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان تر منځ پر تر ټولو مصروفه لاره زرګونو لارۍ بندې وې.

دا یو څو ورځې وروسته له هغه چې د سوداګریزو موټرو د چلوونکو لپاره د اسنادو د اصولو په خاطر دا لاره وتړل شوه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ په وروستیو میاشتو کې وروسته له هغه په موقتي توګه قطع شو چې اسلام اباد تېر کال په پاکستان کې د مېشتو بې اسنادو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل او دغه هېواد ته د افغانانو د ورتګ لپاره یې د اسنادو شرایط سخت کړل.

په مقاله کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر خان جان الکوزي له قوله راغلي چې وايي د تورخم دروازه د جمعې په شپه د سوداګریزو موټرو پر مخ وتړل شوه چې له امله یې د دوشنبې تر ورځې پورې د پولې دواړو غاړو ته شاوخوا درې زره لارۍ بندې پاتې شوې.

په مقاله کې راغلي، دې کار نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته زیان اړولی، بلکې د بازار د بیو د لوړېدو لامل هم شوی دی، ځکه چې ډېری لارۍ خوراکي توکي وړي چې د لارې د تړلو په صورت کې خرابېږي.

په دې مقاله کې راغلي چې دواړه لوري د تورخم د دروازې د تړل کېدو پړه پر یو بل اچوي.

دا لانجه د دواړو خواوو د موټر چلوونکو د ویزو او پاسپورتونو د غوښتلو پر سر وه، چې ډېری افغانان یې نه لري.

لیکوال د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي له قوله لیکلي چې وايي، د تورخم پر لاره د پاکستان له خوا تقریباً ۴۵۰ لارۍ بندې وې او ۶۰۰ نورې یې د پولې په اوږدو کې بندې پاته دي.

د مقالې په پای کې راغلي چې د دواړو غاړو د چارواکو په وینا د ستونزې د حل لپاره د اسلام اباد او کابل ترمنځ خبرې روانې دي.

د پاکستان او افغانستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې زیاتې ترینګلې شوې دي .

اسلام آباد د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې د هغو سخت دريځو په له منځه وړلو کې پاته راغلی چې له افغان خاورې څخه په پاکستان کې بریدونه کوي - دا ادعا د طالبانو حکومت رد کړې ده.

د تورخم او سپین بولدک – چمن لارې تېر کال په پرله پسې ډول تړل شوې وې چې کله نا کله د پولې په اوږدو کې د سرحدي ساتونکو تر منځ وسله والې نښتې هم شوې وې.

XS
SM
MD
LG