د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

"د طالبانو په دويمه واکمنۍ کې ژوند"


يوه افغانه زده کوونکې نجلۍ - ارشيف
يوه افغانه زده کوونکې نجلۍ - ارشيف

د لویدیز څو چاپي او انلاین رسنیو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت لیکنې خپرې کړې دي.

د فايیننشل ټایمز ورځپاڼه د زده کړو د اینټرنټي شبکو د معلوماتو پر اساس لیکي، په زرګونه افغانې نجونې او ښځې د طالبانو د محدودیتونو سربېره توانیدلي چې په انلاین ډول زده کړې وکړي.

ورځپاڼه وړاندې د دې شبکو په حواله لیکي، له افغانستان څخه دې شبکو ته په ډېرو برخو له هغې ډلې د انګلیسي ژبې د زده کړې، ساینسي مضامینو او د تجارت په برخو کې د شمولیت غوښتنې ورغلې دي.

وړاندې لولو، د ۲۰۲۲ کال د ډیسمبر وروسته له کله چې طالبانو نجونې له پوهنتوني زده کړو راوګرځولې، دغه ډول انلاین زده کړو ته غوښتنې ډېرې شوې دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو له ستنېدو سره نجونې او ښځې ښوونځیو او پوهنتونو ته له تګ محرومې، او د ملګرو ملتونو د ادارو په شمول په ټولو نادولتي او یو شمېر دولتي ادارو کې له کار کولو راوګرځول شوې.

د فایننشل ټایمز په ټکو، طالبان د افغانو ښځو او نجونو پر کار او زده کړو محدودیت د خپلو شرعي قوانينو په چوکاټ کې توجیه کوي.

ورځپاڼه وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومان صندوق یا یونیسف هغه راپور ته هم اشاره کوي چې په کې ویل شوي، واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته، څه باندې یو میلیون افغانې نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.

د ایرو ایشیا ریوو خپرونې هم د " طالبانو په دویمه واکمنۍ کې ژوند " تر سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړې چې پکې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضیعت څېړل شوی دی.

د خپرونې په وینا، طالبانو په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې واک ته د بیاځلي رسېدو راهېسې د افغانانو؛ په ځانګړې توګه ښځو او نجونو لپاره د په شا تګ پالېسیو عملي کول پیل کړل.

وړاندې راغلي دي چې د ۲۰۲۲ ميلادي کال ډیسمبر میاشت کې د طالبانو حکومت نژدې سل زره نجونې محصلانې له پوهنتوني زده کړو منعه کړې.

ایرو ایشیا ریوو زیاتوي، په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان کې د ښځو د تعلیم په برخه کې شوي پرمختګونه د بشپړ له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او د افغان ښځو او نجونو په منځ کې نهیلي پراخه شوې ده.

خپرونه زیاتوي، د ښځو د کار او نجونو د زده کړو په برخه کې د طالبانو پالېسۍ د نړیوالې ټولنې له خوا له غندنې، ډیپلوماټیکو فشارونو او بندیزونو سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله امینې محمد د ۲۰۲۳ ميلادي کال په جنورۍ میاشت کې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال دا په نړۍ کې یوازېنی هېواد وباله چېرې چې نجونې له زده کړو محرومې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اتونبایووا هم د ۲۰۲۳ ميلادي کال په مارچ میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په نړۍ کې د ښځو او نجونو د حقونو تر ټولو ځپونکی هېواد دی.

XS
SM
MD
LG