د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

د افغان نجونو پر زده کړو بندیز؛ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې پرې بحث کېږي


د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې یو انځور
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې یو انځور

انډیپنډنټ:

برتانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړې بندیز ته پام اړولی او په یوه مطلب کې لیکي چې دوه کاله کېږي چې په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تلو منع شوي دي.

انډیپنډنټ لیکي، نجونې او ښځې له پوهنتوني زده کړو هم راګرځول شوي او دا هغه اساسي مسئله ده چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې به پرې بحث وشي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو څو اوونۍ وروسته د سپټمبر په اولسمه له یولس کلنو پورته نجونو باندې د زده کړو بندیز ولګاوه.

پر دغه بندیز دومره وخت لا نه و تېر شوی چې طالبانو د یوه بل فرمان په صادرولو سره ښځې او نجونې له پوهنتوني زده کړو هم راوګرځولې.

د انډیپنډنټ په لیکنه، طالبانو په لومړیو کې ویلي وو، دوی به نجونو ته منځني ښوونځي او لېسې پرانېزي، خو وروسته یې وویل چې دا ډول اقدام له شریعت څخه د دوی له تفسیر سره اړخ نه لګوي.

د ورځپاڼې په وینا افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له ثانوي او پوهنتوني زده کړو راګرځول شوي دي.

انډیپنډنټ ورځپاڼې د ۱۵ کلنې عادله خبرې هم رااخیستې چې ویلي یې دي، دا دومره نه ده وېرېدلې چې وسله‌والو طالبانو یې د ښوونځي کنټرول په لاس کې اخیستی بلکې ډېره خپه په دې ده چې د ښوونځي پر کتابونو یې دوړې او خاورې پرتې دي او د هیلو څرک هم نه لګېږي.

ایور ایشیا ریویو:

ایور ایشیا ریویو خپرونې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو ناندریو ته پام اړولی او د مطلب په یوه برخه کې لیکي، پاکستان په دې په غوسه دی چې په ګاونډ کې یې طالبان د هغې ډلې کوربه‌توب کوي چې د پاکستان د حکومت پر ضد ده.

د خپرونې په وینا، د تحریک طالبان پاکستان ډله، یا 'ټي ټي پي' چې په پاکستان کې د ننه ډېره ځپل شوې او د ډېرو مشرانو په وژل کېدو سره کمزورې شوې وه، خو په تېرو دوو کلونو یوځل بیا پیاوړې شوې، سخت دریځې ډلې یې سره یو موټی کړي او د خونړیو حملو څپې یې پیل کړي دي.

ایور ایشیا ریویو وړاندې لیکي، پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې چې په نیمایي کې یې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي، په هغه هېواد کې د سځت دریځو لږترلږه ۲۹۴ بریدونه ثبت کړي چې دا د مخکیني کال پرتله په سلو کې ۵۶ زیاتوالی ښیي.

په اسلام آباد کې مېشت د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د مرکز په وینا، اکثره دغه بریدونه تحریک طالبان ډلې کړي او ویل شوي، له کله چې افغان طالبان پر افغانستان واکمن شوی، 'ټي ټي پي' زړه وره او لا پیا وړې شوې ده.

د ایور ایشیا ریویو په لیکنه په داسې حال کې په کابل کې د طالبانو حکومت نه غواړي د 'ټي ټي پي' په وړاندې اقدام وکړي، خو احتمال شته چې پاکستان په افغانستان کې دننه د دې ډلې د پټنځایونو په نښه کولو ته دوام ورکړي چې دا به په کابل کې له واکمنو طالبانو سره د اسلام آباد اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.

د طالبانو سرپرست حکومت چې له دې مخکې یې د پاکستان له حکومت سره د 'ټي ټي پي' د روغې جوړې په هڅو کې منځګړیتوب کړی، د اسلام آباد هغه تورونه چې د دې ډلې سخت دریځې په افغانستان کې دي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي ردکړي او ویلي یې چې اسلام آباد دې د خپلو امنیتي ستونزو غم په خپله وخوري او ملامتي دې پر نورو نه اچوي.

XS
SM
MD
LG