د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

ټورنټو سټار: ګڼې ستونزې به د خصوصي پوهنتونونو د سقوط بهیر ګړندی کړي


ارشیف: په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون انګړ
ارشیف: په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون انګړ

د افغانستان په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

ټورنټو سټار:

کاناډايي ورځپاڼې ټورنټو سټار په یوه مقاله کې لیکلي چې پوهنتونونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز ښايي د افغانستان خصوصي پوهنتونونو او د دغه هېواد راتلونکي ته لوی ګوزار وي.

د مقالې په پیل کې د افغانستان د یوه خصوصي پوهنتون د محصلې ۲۲ کلنې سما محمدي کیسه را اخیستل شوې.

په مقاله کې راغلي چې سما غوښتل د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو په لوستلو سره ډیپلوماته شي.

ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د سما په څېر اکثره محصلان د زیاتېدونکو بندیزونو او اقتصادي ستونزو په خاطر خصوصي پوهنتونونو ته نه شي تللی.

د ټورنټو سټار په لیکنه د نجونو پر زده کړو محدودیتونه او نورې ګڼې ستونزې به د خصوصي پوهنتونونو د سقوط بهیر ګړندی کړي.

د راپورونو له مخې، په کابل کې د افغانستان خصوصي پوهنتون مسوولانو دوه اونۍ وړاندې اعلان وکړ، چې د اقتصادي ستونزو او د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله به دغه پوهنتون وپلوري او که ونه پلورل شي، وبه یې تړي.

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې د مطبوعاتو او عامه اړيکو مسوول محمد کريم ناصري وايي، د طالبانو تر واکمنۍ مخکې په خصوصي پوهنتونونو کې د اويا زرو ښځينه محصلانو په ګډون شاوخوا دوه سوه زره محصلان په زده کړو بوخت وو.

نوموړي ټورنټو سټار ته وویل، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، په افغانستان کې به شاوخوا ۳۵ خصوصي پوهنتونونه وتړل شي او په لومړي ګام کې به هغه پوهنتونونه چې تر ټولو زیاتې ښځینه محصلې لري، بند شي.

کلمبین:

کلمبین ورځپاڼې د امریکا په سیاټل ښار کې د افغان ښځو پر وضعیت د جوړې شوې اوپرا په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د سیاټل د دې اوپرا سټيج ډایرکټره/لارښوده افغان فلم جوړوونکې رویا سادات ده.

هغې د افغان-امریکایي لیکوال خالد حسیني د 'زر ځلانده لمرونه' مشهور کتاب په اساس چې د دوو افغان مېرمنو په کړاو ډک ژوند یې لیکلی دا اوپرا ترتیب کړې ده.

زر ځلانده لمرونه د خالد حسیني دویم ناول دی چې په ۲۰۰۷ کې چاپ شو چې په ډېر خرڅلاو سربېره د نړۍ په لسو ژوندیو ژبو وژباړل شو.

دا کتاب د مریم او لیلا په نوم د دوو افغان ښځو د تریخ ژوند په کیسه څرخېږي چې د عمر توپیر یې شل کاله دی او جریان یې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په ګډون ټول په افغانستان کې پېښېږي.

دوی که څه هم سره بنې وي، خو د خاوند او ټولنې بد چلند، ځورول او بندیزونه یې د یو بل په وړاندې زړه سواندي کوي.

د کلمبین له خوا په دې خپره شوې مقاله کې راغلي، د طالبانو په بیا واکمنېدو افغان ښځې یو وار بیا له ټولنیز ژونده ګوښه شوي او اوس د هغوی دا له سختیو ډک ژوند د افغان فلم جوړوونکې له خوا له خپل اصلي وطن زرګونه کیلومتره لرې په نړیوال سټېج نندارې ته اېښودل شوی.

د رویا سادات په حواله لیکل شوي چې هیله منه ده له دې لارې د څه باندې څلورو لسیزو په موده کې د افغان مېرمنو له کړاو ډک ژوند او قربانیو په اړه خلک خبر شي.

رویا سادات زیاته کړې چې د مریم او لیلا کیسه لا نه ده ختمه او اوس افغان مېرمنې بیا هم له یوه سخت برخلیک سره مخې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG