د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

ریفیوجي انټرنشنل: پاکستان دې افغان کډوالې داسې هېواد ته نه استوي چې جنسیتي توپیر پکې کیږي


له پاکستانه یو شمېر تازه ایستل شوې افغانانې
له پاکستانه یو شمېر تازه ایستل شوې افغانانې

د کډوالو نړیوالې خپرونې، ریفیوجي انټرنشنل په یوه لیکنه کې له پاکستانه غوښتي چې له خپلې خاورې افغان کډوالې ښځې داسې هېواد ته ونه باسي چې هلته جنسیتي توپیر کېږي.

خپرونې د پاکستان له لوري د بې اسناده افغان کډوالو نیونو، بندي کولو او له خپلې خاورې ایستلو ته په اشارې کښلي چې پاکستان یوازې په څو اوونیو کې د افغانانو د نیولو او ایستلو لپاره ۴۹ مرکزونه جوړ کړل، خو نړیوالو مرستندویو موسسو او د بشري حقونو سازمانونو د پاکستان دا پرېکړه وغندله.

د خپرونې پر اساس، پاکستان د سپټمبر له نیمايي څخه د اکتوبر تر لومړۍ اوونۍ پورې شاوخوا نیم میلون افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل. دا کار یې په داسې وخت کې وکړ چې په افغانستان کې ژمی دی، میلیونونه خلک له لوږې او شدیدې بېوزلۍ سره مخامخ دي.

له بلې خوا پاکستان په داسې حال کې افغان کډوال له خپلې خاورې باسي چې طالبان د بشري حقونو سرغړونو ته دوام ورکوي.

د ریفیوجي انترنشنل خپرونې په لیکنه کې راغلي، د افغان کډوالو په منځ کې ګڼ شمېر هغه ښځې شاملې دي چې په تېر حکومت کې یې لوړې دولتي څوکۍ لرلې، د بشري حقونو لپاره یې فعالیت کاوه او یا هم ژورنالېستانې وې.

دا ښځې داسې هېواد ته په زوره استول کېږي چې طالبان جنسیتي اپارتاید کوي، د ښځو خلاف تر ۸۰ ډېر فرمانونه صادر کړي او ښځې او نجونې يې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو رانیولې تر حمام او پارک پورې عامه ځایونو ته له تګه منع کوي.

سټرېټس ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې ویلي چې مالیزیا باید د افغانستان په بیا رغونه کې لوی رول ولوبوي او دا رول په کابل کې د خپل سفارت په پرانیستلو د روغتیا په سیکتور کې پیل کړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ډاکتر قلندر عباد ویلي چې مالیزیا دې د افغانستان طبي پرسونل وروزي او د هغوی د تخصصي وړتیاوو له لوړېدو سره دې مرسته وکړي.

سټرېټس ټایمز ورځپاڼې د ښاغلي عباد په قول کښلي چې دوی به خپل وړاندیزونه له مالیزیا سره شریک کړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر چې په لومړي وار مالیزیا ته په سفر تللی، د مالیزیا د مرستو د ترلاسه کولو لپاره له دغه هېواده وغوښتل چې په کابل کې سفارت پرانیزي.

XS
SM
MD
LG