د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

نیویارک ټایمز: له پاکستانه د افغان کډوالو اېستو ګڼې کورنۍ سره جلا کړي


له پاکستانه د اېستل شویو افغان کډوالو یو موټر
له پاکستانه د اېستل شویو افغان کډوالو یو موټر

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده، د پاکستان له لورې د لسګونو زره افغانانو له اېستلو سره کورنۍ جلا شوې دي.

په دې مقاله کې راغلې دي چې یو شمېر افغانانو له پاکستانۍ مېرمنو سره واده کړی او ځینو پاکستانیانو له افغانانو سره ودونه کړې دي چې اوس یو شمېر دغه افغانان هم له پاکستانه اېستل شوې دي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د بېلتون له داسې پېښو وروسته کورنۍ او د کورنیو ماشومان حیرانه دي چې کله به بیرته سره یوځای کیږي او سره ویني.

وړاندې په دې مقاله کې راغلې دي چې اکثر افغانان یو ځای اېستل کیږي او داسې کسان هم پکې شته چې خپل پلرنی ټاټوبی یې په ټول عمر کې نه دی لیدلی.

پاکستان د اکتوبر په پیل کې څه باندې یو میلیون او اووه لکه افغانانو ته چې د دوی په وینا په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، خبرداری ورکړ چې د یوې میاشتې په ترڅ کې دې افغانستان ته ولاړ شي کنه په زور به و اېستل شي.

تر اوسه د ځینو راپورونو له مخې، تر څلور لکه ډېر افغانان د دې خبرداري له پیله له پاکستانه یا په زور اېستل شوې دي یا له دې وېرې چې په زوره و نه اېستل شي افغانستان ته تللي دي.

ملګرو ملتو او د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو ادارو له پاکستانه غوښتې دي چې د ژمي په درشل کې افغان کډوال له خپلې خاورې ونه باسي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د پاکستان دننه هم یو شمېر سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو د نومبر په دوهمه د پاکستان سترې محکمې ته یو لیک وسپاره چې په هغه کې یې ویلي دي چې د کډوالو د اېستلو پریکړه انساني نه ده. د پاکستان سترې محکمې دا خبره رد کړې ده.

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو مسالې ته د جوریست په نوم خپرونې هم په یوه مقاله کې اندېښنه څرګنده کړې ده.

خپرونه د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا لیکي چې ( یو این ایچ سي ار) یو ځل بیا دا خبره تکراروي چې افغانستان ته د ټولو کډوالو ستنیدل که هغوی د اوسیدو اسناد لري که یې نه لري باید د هغوی په خوښه وي، په خوندي او باعزته توګه وي.

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو هم تر اوسه په پاکستان کې د افغانانو له بشري حقونو څخه سرغړونو ته اندېښنې ښکاره کړې دي. له دې ډلې څخه د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چې د اسلام اباد له لورې د کډوالو د اېستلو په مرکزونو کې بشري اصول نه مراعاتیږي.

جوریست خپرونه د خپرې کړې مقالې په وروستیو کې لیکي چې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونو له مخې هېوادونه باید کډوال هغو هېوادو ته ونه لېږي چې هلته له شکنجې، ازار او بد چلند سره مخامخیدای شي او پاکستان چې په دوه زره لسم کال کې یې له ملګرو ملتو سره تړون لاسلیک کړی دی دا حق نه لري چې دا کسان په زوره افغانستان ته ولېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG