د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ پیلېدو په اړه بیا اندېښنه وښودل شوه


له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو له بهیره یو انځور. د اکټوبر ۳۰مه - ۲۰۲۳
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو له بهیره یو انځور. د اکټوبر ۳۰مه - ۲۰۲۳

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل وايي، پاکستان باید له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې د نړیوالو غوښتنې له پامه ونه غورځوي.

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د دوهمې لړۍ د پیلېدو په اړه یو وار بیا اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان په یو راپور کې ویلي چې پاکستان باید د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې د نړیوالو غوښتنې له پامه ونه غورځوي.

په راپور کې د بخښنې په نړیوال سازمان کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو د کمپاینر جېمز جینیون له قوله راغلي: "د افغان کډوالو په برخه کې د پاکستاني چارواکو بې غوري د ځورونې، د بشري حقونو جدي سرغړونو او بشري ناورین چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د شړلو له امله ورسره مخامخېږي، زړه ماتوونکې ده."

نوموړي ویلي، د دې پر ځای چې پاکستان حکومت د دغه لړۍ د درولو لپاره د نړیوالو پرله‌پسې غوښتنو ته غوږ ونیسي برعکس د اې‌سي‌سي یا Afghan Citizen Card کډوالۍ کارت لرونکو افغانانو د ایستلو لړۍ هم پیلوي.

هغه زیاته کړی چې د پاکستان د "بې اسناده بهرنیانو د ستنولو پلان" د کډوالو او د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او د ټولو افغان کډوالو ژوند په خطر کې اچوي.

د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د پاکستان دغه پرېکړه په دې هېواد کې د ۸ سوه زره افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د پاکستان دغه اقدام به د روژې له میاشتې وروسته د ځورونې او توقیف یوه بله څپه راپورته کړي.

ارشیف: پاکستاني پولیسو له دې مخکې افغان کډوال نیولي او افغانستان ته یې استولي دي.
ارشیف: پاکستاني پولیسو له دې مخکې افغان کډوال نیولي او افغانستان ته یې استولي دي.

امنیسټي انټرنېشنل په پاکستاني چارواکو غږ کړی چې په سملاسمي ډول دغه پرېکړه بېرته واخلي او په دې هېواد کې دې د کډوالو د حقونو د ساتنې لپاره دې د بشري حقونو له اړخه قانون تصویب کړي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال د پاکستان دغه پرېکړې سخت اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، وار له مخه له سختو اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دي او که اوس یې پاکستان افغانستان ته ستنوي له نویو ګواښونو سره مخ کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال نوید کاکړ ازادي راډيو ته وویل: "دا به بیا هم لوی ناورین رامنځته کړي او ګڼ افغانان به له بېلابېلو ستونزو سره مخ شي. په پاکستان کې مېشت زیاتره افغانان چې نورو هېوادونو ته د تګ کېسونه لري، له یوې خوا یې د کېسونو پڅ پروسس او له بلې خوا له دې هېواده د ویستلو خطر افغانان له بېلابېلو فشارونو سره مخ کړي دي."

مریم وايي: اوس چې له پاکستانه د وتلو ګواښ رامنځته شوی نو ګڼ افغان کډوال له سختو روحي او رواني ستونزو سره مخ دي.

په اسلام اباد کې مېشته یوه افغانه کډواله مریم وايي: "اوس هم افغان کډوالو ته ویزې نه ورکوي، که ورکوي یې هم په ډېرو پیسو، یعنې خلک یې نه شي اخیستلی دا ټولې ستونزې پاکستاني حکومت جوړې کړي او اوس چې له دې هېواده د وتلو ګواښ رامنځته شوی نو ګڼ افغان کډوال له سختو روحي او رواني ستونزو سره مخ دي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې پاکستاني رسنیو د دې هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه وار له مخه معلومات راټول شوي او د دوی د ایستلو دوهمه لړۍ به د اپرېل په ۱۵مه پیل شي.

په دې کې هغه افغان کډوال هم شامل دي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد یعنې د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري.

پاکستان له دې وړاندې د تېر میلادي کال د نومبر میاشتې راهیسې له دې هېواده د ناقانونه کډوالو د ایستلو په لړ کې څه باندې پنځه لکه شل زره کډوال افغانستان ته بېرته ستانه کړي، یو شمېر بېرته ستنو شویو مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د اقتصادي او امنیتي ستونزو په ګډون له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG