د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

د "اې‌سي‌سي" کارت لرونکي افغان کډوال د پاکستان وروستۍ پرېکړې اندېښمن کړي


ارشیف: په پاکستان کې افغان کډوال
ارشیف: په پاکستان کې افغان کډوال

په پاکستان مېشت د "اې‌سي‌سي" کډوالۍ کارت لرونکي افغانان د کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړې اندېښمن کړي دي.

په داسې حال کې چې د پاکستان د پرېکړې پر بنسټ له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو دوهمه لړۍ نهه ورځې وروسته د اپرېل په پنځلسمه پیلېږي، په پاکستان کې مېشت د کډوالۍ د ځانګړي کارت لرونکي افغانان وايي، دوی ته باید له یاد هېواده د وتلو لپاره وخت ورکړل شي.

دوی زیاتوي چې له کلونو راهیسي د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې استوګن دي، کاروبارونه او جایدادونه لري او په دومره لنډ او تنګ وخت کې ناممکنه ده چې افغانستان ته تګ ته چمتو شي.

۳۲ کلن احمد ګل چې په خیبر پښتونخوا کې اوسېږي او د "اې‌سي‌سي" د کډوالۍ کارت لري ازادي راډيو ته وویل: "موږ ډېر زیات اندېښمن یو، ځکه زموږ دلته کاروبارونه دي خلکو سره مو حسابیاني دي، موږ نه شو کولای په دې لنډ وخت کې خپل کاروبارونه راټول کړو. له ملګرو ملتونو نه غواړو چې زموږ دغه ستونزه حل کړي."

د سدیس په نوم په همدې ایالت کې مېشت یو بل افغان کډوال چې دا هم د "اې‌سي‌سي" د کډوالۍ کارت لري د پاکستان دا پرېکړه د کډوالۍ د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف بولي.

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. November 28, 2023
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. November 28, 2023

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "دا یوه غیر انساني، غیر اسلامي او د نړیوالو قوانینو خلاف پرېکړه ده، باید د ملګرو ملتونو په ګډون د کډوالو ټول مدافع بنسټونه په پاکستان فشار راوړي چې له خپلې دې پرېکړې په شاه شي. دا به څنګه امکان ولري چې موږ خپل د۳۵ یا ۴۰ کلونو کاروبار په دې لنډه موده کې راټول کړو."

دغه افغان کډوال ادعا کوي چې سر له اوسه د پولیسو له لوري ځورول کېږي او د نیولو پر مهال پیسې ترې اخیستل کېږي.

دوی دا ادعا هم کوي چې د پاکستان دې پرېکړې یو وار بیا د دې هېواد پولیسو ته د افغان کډوالو د نیولو، زورولو، ګواښولو او پیسو اخیستلو زمینه برابره کړې ده.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د روانې اپرېل میاشتې په ۱۵مه له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو دوهمه لړۍ پیلوي.

په دې کې هغه افغان کډوال هم شامل دي چې د "اې‌سي‌سي" په نوم د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري.

"اې‌سي‌سي" یا افغان سیټیزن کارت لرونکي هغه افغان کډوال دي چې له کلونو راهیسي په پاکستان کې اوسېږي او په ۲۰۱۷م میلادي کال کې ورته د دې هېواد له لوري دغه قانوني اسناد ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" د معلوماتو پر بنسټ د دغه کډوالو شمېر ۸ لکه اتیا زره کسانو ته رسېږي چې اوسمهال یې د اسنادو موده پای ته رسېدلې ده.

که څه هم د پاکستان دا پرېکړه په نړیواله کچه د بشري حقونو ګڼو بنسټونو غندلې او له پاکستان یې غوښتي چې خپله دا پرېکړه بدله کړي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ یو وار بیا په خپله دې پرېکړه ټینګار وکړ.

تازه په پاکستان کې د کډوالو د حقونو یوه ملاتړي بنسټ د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو پرېکړه بېرته واخلي.

د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټې ویلي چې د محکمې تر پرېکړې پورې دې د پاکستان حکومت افغان کډوال نه نیسي او نه دې باسي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانود حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد ویلي، د کډوالو موضوع دوه اړخیزه ده او د دوی په اړه پرېکړې هم باید د دواړو هېوادونو په هوکړې سره وشي.

دا خبر د طالبانو تر کنترول لاندې باختر اژانس د وري په ۱۶مه نېټه خپور کړی ویلي، نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د پاکستان سفارت له مرستیال شارژدافېر جنید وزیري سره د لیدنې پرمهال کړي دي او ویلي یې دي چې د یوې تګلارې تر رامنځته کولو پورې دې افغان کډوال نه ځورول کېږي.

پاکستان د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې د "بې اسناده کډوالو" د ایستلو لومړی پړاو پیل کړ چې په ترڅ کې یې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ ۵ لکه ۳۵ زره ۵ سوه ۶۲ کسان په جبري او خپله خوښه ستانه کړای شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG