د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

د ګډ اقدام کمېټه: پاکستان دې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو پرېکړه بېرته واخلي


ارشیف: په پاکستان کې پولیس د افغان کډوالو یو کمپ کې د پلټلو پر مهال
ارشیف: په پاکستان کې پولیس د افغان کډوالو یو کمپ کې د پلټلو پر مهال

د کډوالو د حقونو یوه ملاتړي بنسټ د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو پرېکړه بېرته واخلي.

د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټې ویلي چې د محکمې تر پرېکړې پورې دې د پاکستان حکومت افغان کډوال نه نیسي او نه دې باسي.

د دې کمېټې غړې او په پاکستان کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې منیزې کاکړ تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د بشري حقونو له بنسټونو هم هیله لري چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو مخه ونیسي.

کاکړ وايي: "په هغه بیان کې چې د کډوالو لپاره د ګډ اقدام د کمېټې له لوري خپور شوی دی، د پاکستان له حکومته غوښتل شوي چې غیرقانوني پرېکړه ژر تر ژره بېرته واخلي، څه چې دوی غواړي دا دي چې د اپرېل له پنځلسمې افغان کډوال په زوره افغانستان ته واستوي. په دې اعلامیه کې موږ د بشري حقونو له کمیسیونه غوښتي چې له خپل صلاحیته کار واخلي او د پاکستان حکومت اړ باسي چې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي."

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندویې زهرا بلوچ په وروستیو ورځو کې خبریالانو ته وویل، د پاکستان د پالیسۍ پر اساس د افغانانو په شمول هغه کسان چې په پاکستان کې په غیرقانوني ډول اوسي، باید خپلو هېوادونو ته لاړ شي.

د کډوالو لپاره د اقدام کمېټې په وروستیو کې وویل چې پاکستان ۸۵۰ زره افغان کډوالو ته، چې د اي سي سي کارتونه لري، د اپرېل تر ۱۵مې وخت ورکړی چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي، ګنې له دې هېواده به وایستل شي.

پاکستان کې له دې مخکې په زرګونه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي. October 30, 2023
پاکستان کې له دې مخکې په زرګونه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي. October 30, 2023

د کډوالو د چارو فعال محمدباقر احمدي په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې بولي.

هغه وايي، هغه کسان چې د سختو امنیتي اندېښنو له کبله پاکستان ته تللي، د پاکستان د دې پرېکړې له کبله اغېزمن کیږي.

له بلې خوا افغانستان په یو وخت د یو میلیون کډوالو د منلو ظرفیت او توان نه لري نو ملګري ملتونه او د بشري حقونو ټولنې دې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

پاکستان تر دې مخکې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر د تېر کال د نومبر له لومړۍ نېټې پیل کړ او ۵ لکه ۳۵ زره افغان کډوال یې وایستل.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په تېرو دوه نیمو کلونو کې لکونه افغانان په خطرناکو لارو ګاونډیو هیوادونو ته کډوال شول.

یو شمېر نور اروپا او امریکا ته لاړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG