د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

این‌آر‌سي: له پاکستانه ایستل شوي افغان ماشومان تعلیمي سیستم ته لاسرسی نه لري


له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

د ناروې د کډوالو شورا یا "این‌آر‌سي" له پاکستانه د ايستل شويو ماشومانو او تنکي ځوانان په اړه چې افغانستان کې تعلیمي سیستم ته لاسرسی نه لري اندېښنه ښودلې ده.

د ناروې د کډوالو شورا له پاکستانه د هغو افغان ماشومان او تنکي ځوانانو په اړه چې له پاکستانه ايستل شوي او په افغانستان کې له تعلیمي سیستم څخه بې برخې دي اندېښنه لري.

د دې شورا د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له ۵۴۰ زرو ډېر افغانان اړ شوي چې له پاکستانه افغانستان ته ستانه شي.

د دې شورا مشر یان ایګلنډ په خپل ایکس یا پخواني ټویټر اکونټ کې له پاکستان څخه د شړل شویوافغان کډوال ماشومانو تصويري راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې له پاکستانه د ایستل شویو افغانانو ۶۰ سلنه یې ماشومان او تنکي ځوانان دي چې دا د افغانستان پر ښوونیز نظام فشار زیاتوي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ
د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ

ايګلنډ دا هم لیکلي چې زده کړو ته لاسرسی د هر ماشوم حق دی.

په همدې حال کې له پاکستانه راایستل شوېو یو شمېر کورنيو هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې تاييد کړې چې اوس یې ماشومان ښوونځي ته نه شي تللى.

د کابل اوسېدونکې او د دوه لورګانو مور زينب چې لورګانې يې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښونځيو د بنديزونو له امله له زکړو پاتې دي، ازادي راډيو ته وويل: "زما يوه لور په اووم کې وه او يوه په يولسم کې خو اوس دلته راته په کور کې ناستې دي. دلته ښوونځي نه شته چې لاړې شي چې راغلو ډېرو ستونزو سره مخ يو هلته مو کورونه پاتې شول دوکانونه پاتې شول اقتصادي ستونزې هم ډېرې دي."

د کابل یوه بل اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، سربېره پر دې چې لور یې دولسم ټولګي کې وه او اوس ښوونځی ته نه‌شي تللی، د اقتصادي ستونزو له امله خپل درې زامن هم ښوونځي ته نه شي لېږلی.

هغه وايي: "یوه مې لور ده، درې زامن لرم، موږ له پاکستان څخه "ډېپورټ" شړل شوي یو، یو زوى مې په یوولسم ټولګي کې دی، بل په لسم ټولګي کې دى او بل هم په اووم ټولګي کې، د اقتصادي ستونزو له امله مو ونه شو کولی دوی هم په ښوونځي کې شامل کړو."

ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالي لېسه. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالي لېسه. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د ناروې د کډوالو شورا په داسې حال کې ده کړو ته له پاکستان څخه د شړل شویو ماشومانو او تنکیو ځوانانو د لاسرسي د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو او د پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د افغانانو د ايستلو د بل پړاو د پیلېدو خبر هم ورکړی دی.

له دې مخکې له پاکستانه شړل شویو افغانانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې له ګڼو نورو ستونزو هم شکایت کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG