د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

تهران کې د افغان ښځو غونډه؛ "د طالبانو لخوا د نجونو او ښځو خپلسرو نیونو اندېښمن کړي یوو"


له ارشیفه د طالبانو لخوا د ښځو نیولو ته یو منسوب تصویر
له ارشیفه د طالبانو لخوا د ښځو نیولو ته یو منسوب تصویر

د ایران په پلازمېنه تهران کې، د ازادۍ په لور د افغان ښځو غورځنګ، د سه شنبې په ورځ په یوه اعتراض کې د طالبانو لخوا د نجونو او ښځو د خپلسري نیونو په اړه، اندېښنه څرګنده کړه.

یاد شوي غورځنګ په دې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړې چې پکې ویل شوي: "په افغانستان کې، د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې په تېرو درېیو کلونو کې ښځې او نجونې په بېلابېلو پلمو د دوی له کورونو، واټونو او عامه ځایونو څخه نیول او بندیانې کیږي. "

په اعلامیه کې همدا ر از زیاته شوې:

"د محکمې له حکم پرته هر ډول خپلسري نیول او د بشري حقونو او انساني کرامت نه رعایتول له بشري حقونو څخه سرغړونه ګڼل کیږي. "

د ازادۍ په لور د افغان ښځو غورځنګ مسولې، طاهرې ناصري د دوی د غوښتنې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ ښځې له نړیوالې ټولنې او د بشري او د ښځو د حقونو له ملاتړو سازمانونو څخه غواړو چې د افغانستان اوسني وضعیت ته د پای ټکی کېږدي، طالبان په رسمیت ونه پېژني، هغه جنسیتي اپارتاید چې د طالبانو ډلې په افغانستان کې حاکم کړی دی او تطبیقوي یې باید په رسمیت وپېژندل شي."

د دې غورځنګ په اعلامیه کې راغلي:

"د طالبانو ډلې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» پالیسي پلي کړې او تل یې خپل منتقدین په «وحشتناک» ډول ځپلي او حذف کړي دي. "

د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند تل په هېواد دننه او د باندې د ښځینه فعالانو له مخالفتونو سره مخ شوی
د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند تل په هېواد دننه او د باندې د ښځینه فعالانو له مخالفتونو سره مخ شوی

په ورته وخت کې یو شمېر افغان مېرمنې چې ادعا کوي د طالبانو لخوا په بېلابېلو پلمو نیول شوي ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو نیول د دوی په ټکو، له بشري حقونو څخه جدي سرغړونه ده.

یوه معترضه میرمن رقیه ساعي چې یو ځل د ۲۰۲۲ کال په پای کې او بیا په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو حکومت له خوا نیول شوې وه، ازادي راډيو ته وویل:

" د طالبانو په زندان کې، نیول شوي کسان په ځانګړي توګه معترضې مېرمنې جسمي او روحي شکنجه کیږي، جبري اعترافونه ترې اخیستل کیږي، هغه کس چې د طالبانو زندان ته ځي ډېر وخت نیسي چې بېرته عادي حالت ته وګرځي. دا خپله په افغانستان کې د بشري حقونو نقض او جنسیتي اپارتاید دی."

یوه بله نجلۍ چې د روان زیږدیز کال په لومړیو کې د طالبانو حکومت لخوا د بد حجابۍ په تور نیول شوې وه او نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل:

"د افغان نجونو وضعیت خورا خراب دی او ورځ تر بلې خرابیږي. له کله نه چې طالبان راغلي، هیڅ نجونې ارامه نه دي له زده کړو پاتې دي، له ګرځېدو پاتې دي، ان په ارامۍ نفس نه شي اېستلای."

دا په داسې حال کې ده چې ادعا کیږي د مارچ په ۲۷مه درې معترضې خویندې، ازاده، نادیه او الهه رضايي او د دوی ورور یحیی رضایي د کابل په دشت برچي سیمه کې د طالبانو حکومت له خوا ونیول شول او دوی ته یوې نږدې سرچینې بیا درې ورځې وروسته ازادي راډيو ته تاییده کړه چې دوی د مارچ په ۳۰مه، په ضمانت خوشې شول.

د افغانستان د معترضو ښځو د خودجوشه خوځښت غړې، منیژه صدیقي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۹مې راهیسې د طالبانو په بند کې ده
د افغانستان د معترضو ښځو د خودجوشه خوځښت غړې، منیژه صدیقي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۹مې راهیسې د طالبانو په بند کې ده

خو د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند، خالد ځدران بیا په هماغه ورځ په خپله ایکس پاڼه، د طالبانو حکومت لخوا د دوی نیول رد کړي وو.

همدا شان د افغانستان د معترضو ښځو د خودجوشه خوځښت غړې، منیژه صدیقي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۹مې راهیسې د طالبانو په بند کې ده.

د یاد شوي خوځښت د ادعاوو له مخې، هغه د نورو تورونو تر څنګ، د طالبانو حکومت د مشر ملا هبت الله د عکس د سوځولو په تور، په یو نیم کال بند محکومه شوې ده.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG