د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

سرچینې: طالبانو کابل کې ۳ معترضې خویندې او د هغوی ورور نیولی


له ارشیفه د طالبانو د یو شمېر ځواکونو تصویر
له ارشیفه د طالبانو د یو شمېر ځواکونو تصویر

په کابل کې د فعالانو د نیونې په دوام ادعا کېږي چې د کابل په دشت برچي سیمه کې درې معترضې خویندې ازاده، نادیه او الهه رضايي او د دوی ورور یحیی رضایي د دوی له کوره د طالبانو حکومت له خوا د مارچ په ۲۷ نیول شوي دي.

د نیول شویو کسانو خور، تمنا رضايي ادعا کوي چې خویندې او ورور یې په داسې حال کې له کوره نیول شوي دي چې په کور کې یې بل څوک نه و.

نوموړې وايي دوه خویندې یې له ۱۸ کلونو کم عمر لري او په ټکو یې دوی د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ غړي وې.

هغې ازادي راډيو ته وویل:

" له بده مرغه دوه ورځې وړاندې، د ماښام شاوخوا شپږ بجې د طالبانو ډله زموږ کورته ځي، کور ټکوي او کله چې ورور مې دروازه خلاصوي دوی کورته ننوځي او څو دقیقې وروسته زموږ خویندې او ورور په رینجر کې کینوي او ځي. له هغې وروسته هیڅ څوک خبر نه دي چې دوی چېرته دي او د څه لپاره وړل شوي دي."

تمنا رضايي زیاته کړه چې کورنۍ یې هڅه کوي دا موضوع د سیمې د مشرانو له لارې حل کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه معلومات کوي، خو د راپور تر خپریدو یې دا معلومات شریک نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت لخوا د معترضو مېرمنو د نیولو دوام، د دوی د چوپتیا لپاره یو اقدام دی.

د دوی له ډلې وحیدې امیري ازادي راډيو ته وویل:

" دا پر معترضو ښځو یو برید دی او کولای شي د افغانانو، په ځانګړي توګه د معترضو مېرمنو لپاره یو ناورین رامنځته کړي. دا د خواشینۍ ځای دی چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې داسې نجونې چې لا یې خپل قانوني عمر نه دی پوره کړی. د دې لپاره چې د عدالت او برابرۍ لپاره یې غږ پورته کړی او د خپلو د حقونو غوښتنه یې کړې، ونیول شي."

خالد ځدراڼ: همایون افغان بېرته له بنده خوشې شو
خالد ځدراڼ: همایون افغان بېرته له بنده خوشې شو

مخکې تر دې ادعا وې موجودې وې چې افغان یوټیوبر همایون افغان او څلور همکاران یې هم د طالبانو له خوا نیول شوي، خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالتمین قانع نن ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پیغام وویلي وو چې نوموړی یوې سپین سرې مېرمنې سره د مرکې د خپرولو له امله د یادې مېرمنې د کورنۍ د عریضې پر بنسټ حوزې ته بلل شوې دي چې وروسته یې کورنیو رسنیو د طالبانو حکومت د کابل د امنیه قومندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ په حواله د خوشې کېدو خبر خپور کړ.

دا نیونې داسې مهال دي چې د بېلابیلو راپورونو پر بنسټ د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بیا واکمنیدو وروسته، د رسنیو د برخې یو شمېر فعالان او معترضې مېرمنې نیولي دي چې له څه مودې وروسته یې بېرته خوشې کړي دي، خو ځيني یې لا هم د طالبانو په بند کې دي.

دا نیونې په کور دننه او نړیواله کچه غندل شوې دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG