د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز لومړۍ کلیزه؛ اوچا: د افغانستان اقتصاد ته یې لوی ګوزار ورکړی

د ښځو پر کار د طالبانو بندیز د ښځو لپاره خدمتونه هم اغېزمن کړي - تصویر له ارشیفه
د ښځو پر کار د طالبانو بندیز د ښځو لپاره خدمتونه هم اغېزمن کړي - تصویر له ارشیفه

د ګڼو نورو بنسټونو په څېر د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره په دې باور ده چې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار منع کولو، د افغانستان اقتصاد ته لوی ګوزار ورکړی دی.

دغې ادارې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان ماتېدونکی اقتصاد چې تر ډېره پر بشري مرستو ولاړ دی، له اقتصادي فعالیتونو د ښځو د منع کولو له کبله لا په خرابېدو دی.

د اوچا د پرونۍ اعلامیې له مخې محدودوونکي سیاستونه د دې سبب شوي چې ښځې له زیاتو مرستو او خدمتونو هم بې برخې شي او دې کار د نړیوالې ټولنې او نورو مرستندویو بنسټونو پر مشارکت هم منفي اغېز کړی دی.

نن د ډسمبر میاشتې ۲۴مه په ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو کې د ښځو او نجونو د کار د مخنیوي کال پوره شو.

ملګرو ملتونو تېر کال په دې مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، دا ډول فرمانونه د ښځو له اساسي حقونو او د بشرپالنې له اصولو څرګنده سرغړونه ګڼل کېږي.

د ښځو د حقونو فعالې نظیفې حقپال له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، یو کال کېږي چې په افغانستان کې ښځې له ډول ډول فشارونو ځورېږي.

هغه زیاتوي:

" ډېر د تاسف ځای دی چې ښځې په غیردولي موسسو کې د کار کولو حق نه لري. دوی د ملګرو ملتونو په هغو ادارو کې هم د کار حق نه لري، چې د اساسي حقونو لپاره کار کوي. تر څنګ یې له ښځو د دوی د کار کولو حق اخیستو هم د دوی پر روان بد اغېزدکړی او هم د ټولنې پر اقتصاد، په ځانګړي ډول یې د ښځو د کورنیو پر اقتصاد ناوړه اغېز کړی دی. دا ډېر د خواشینۍ ځای دی."

پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودوونکو پالېسیو په دوام د ۲۰۲۳م کال د اپرېل میاشتې په لومړیو کې طالبانو د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې هم د ښځو کار منع کړ.

طالبان د ښځو او نجونو د حقونو په پراخ نقض تورن دي

د طالبانو کړنې په پرله پسې ډول د افغان ښځینه فعالانو توندو غبرګونونو سره مخ شوي، خو دوی ښځینه معترضانې هم بندیانې کړې دي
د طالبانو کړنې په پرله پسې ډول د افغان ښځینه فعالانو توندو غبرګونونو سره مخ شوي، خو دوی ښځینه معترضانې هم بندیانې کړې دي

که څه هم په وار- وار د طالبانو پر دغو محدودیتونو انتقادونه شوي دي، خو دغې ډلې بیا هم خپل دریځ بدل کړی نه دی.

طالبان چې وايي د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کوي، څه باندې ۸۰۰ ورځې کېږي چې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او په پوهنتونو کې یې د ښځو او نجونو تحصیل له څه باندې یوه کال راهیسې منع کړی دی.

ښځې عمومي حمامونو، تفرېحي پارکونو ته نه شي تلی او له محرم پرته اوږده سفرونه هم نه شي کولی، د دې تر څنګ طالبانو د ښځو سینګارځایونه هم تړلي دي چې له دې درکه هم په لسګونو زره ښځې وزګاره شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG