د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

یوناما: طالبان له جنسیتي تاوتریخوالي سره مخ مېرمنې د ساتنې په موخه زندانونو ته لېږي


ارشیف: په هرات کې د ښځو یو زندان
ارشیف: په هرات کې د ښځو یو زندان

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا يوناما وايي، د طالبانو حکومت هغه ښځې چې له جنسیتي تاوتریخوالی سره مخ دي، د ساتنې په موخه زندانونو ته لېږي.

یوناما د پنجشنبې په ورځ "په اجرااتو کې انحراف، د واکمنې ادارې د چارواکو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسيت پر بنسټ د تاوتریخوالي شکایتونو ته رسېدل" په نوم د راپور په خپرولو سره ویلي چې طالب چارواکو له خپل دې کار موخه د تاوتریخوالي قرباني شویو ښځو ساتنه بللې ده.

یوناما ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته له تاوتریخوالي د قرباني شویو ښځو نه د ملاتړ هېڅ مرکز او یا ورته پناه ځای نه شته.

د یوناما په دغه راپور کې د وړاندې شویو معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو حکومتي چارواکو په افغانستان کې د پناه ځایونو یا امن کورونو شتون غیر اړین بللی او ویلي یې دي چې امن کورونه لویدیځ مفهوم دی.

دغه راپور دا هم زیاتوي چې د طالبانو د حکومت چارواکي هغه ښځې زندانونو ته لېږي چې یا نارینه سرپرست نه لري او یا هم د خپلو نارینه‌وو له خوا ګواښل کېږي.

په ورته وخت کې یو شمېر هغه مېرمنې چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې د کورني تاوتریخوالي له امله په امنو کورونو کې وې وايي چې اوس له زیاتو ستونزو سره مخ دي خو د تګ ځای نه لري.

دغو کسانو چې د امنيتي ګواښونو له امله یې نوم په راپور کې واخيستل شي د طالبانو د حکومت له خوا د امن کورونو په له منځه وړلو نيوکه کوي، وايي: "کله چې ښځه له ګواښ سره مخ وي، سره له دې چې مالي لګښتونه او کمزوري اقتصاد لري، هره ورځ خپل ځای بدلوي، له یوه کور څخه بل ته ځي، حتی د خپلو نږدې خپلوانو کور ته هم چې ځي ورته وايي. ولې راغلی ؟ د څه لپاره راغلی یې؟ موږ په ګواښ پېښوې؟"

یوه بله مېرمن وايي: "زه د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ستونزو له امله شاوخوا شپږ میاشتې په سیف هاوس/امن کور کې وم، د کومو ستونزو له امله چې د طالبانو له خوا رامنځته کېدې او خپل دغه بنسټ هم وویل چې موږ بودیجه نه لرو او مالي ستونزې لرو، د همدغو ستونزو له امله منحل شو او له بده مرغه وایستل شو، یو کال وشو چې بې برخلیک یو او امنیتي او اقتصادي ستونزو ورسره مخ يوو."

ارشیف: په هرات کې د ښځینه‌وو یو زندان
ارشیف: په هرات کې د ښځینه‌وو یو زندان

دغه مېرمنې چې پخوا په افغانستان کې په امن کورونو کې اوسېدې وايي، د هغو مېرمنو لېږد زندان ته چې له کورني تاوتریخوالي یا امنیتي ګواښونو سره مخ وې، د ښځو په وړاندې جنسیتي اپارټایډ دی.

ډاکتر پتوني یوه له دغو مېرمنو څخه ده چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې یې په افغانستان کې د ښځو لپاره امن کور درلود، وايي چې په دې برخه کې د طالبانو حکومت تر محدودیتونو وروسته او دا چې طالبان دغه کورته ورغلل، اړه شوه چې ویې تړي.

هغې وویل: "هغه کسان چې له کورني تاوتریخوالي څخه تښتي او زندان ته يې اچوي، چې له خپل کورني تاوتريخوالي څخه لرې شي. واقعاً د اندېښنې وړ ده، دا د جنسیتي اپارټایډ پر لور یو بل ګام دی چې دا مهال په افغانستان کې موجود دی، دا په دې مانا ده چې ښځې باید په یو ډول وځپل شي او تر فشار لاندې وي."

له تېرو دوو لسیزو په زیاته موده کې یو شمېر سازمانونو او بنسټونو د تېرو حکومتونو په ملاتړ په افغانستان کې د هغو ښځو د خوندیتوب لپاره چې له کورني تاوتریخوالي او ګواښونو سره مخ وې د امن څو کورونه جوړ کړل.

د یوناما په راپور کې د وړاندې شویو معلوماتو پر بنسټ طالبانو د دې کورونو شمېر ۲۳ ته رسېده چې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې جوړ شوي وو، خو کله چې طالبان واک ته ورسېدل ټول وتړل شول.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو حکومت په ورته یو عمل کې له ښارونو څخه په نشه يي توکو روږدي کسان هم راټولول او زندانونو ته لېږلي وو.

د طالبانو حکومت پر ښځو نور محدودیتونه هم لګولي دي.

له شپږم ټولګي پورته زده کړې یې پر دوی بندې کړي، په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي دفترونو کې یې له کار کولو راګرځولي، تفریحي پارکونو، ورزشي لوبغالو، ښاري حمامونو او ان له شرعي محرم پرته یې له لرې واتن سفر کولو هم منع کړي دي، خو له دې سره سره دوی ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه ورکړي،خو د دوی دا ادعا د ښځو د حقونو فعالانو او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو ته د منلو نه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG