د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

له طالب زندانونو د معترضو مېرمنو د خوشې کېدو غوښتنې او د وضعیت په اړه یې اندېښنې


طالبانو سره زنداني شوې دوه معترضې مېرمنې - تصویر له ارشیفه
طالبانو سره زنداني شوې دوه معترضې مېرمنې - تصویر له ارشیفه

یوناما او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، د طالبانو له زندانونو نه د معترضو افغان ښځو د خوشې کولو غوښتنه کړې او د دې خپلسري نیونو د دوام په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما نن د ډسمبر په ۷مه د په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د سپتمبر له ۱۹مې راهیسې د ښځو د حقونو څلور فعالانې په کابل کې د واکمنو چارواکو لخوا نیول شوې دي او د دې خپلسري نیونو دوام د اندیښنې وړ دی.

یوناما زیاته کړې چې په افغانستان کې واکمن چارواکي باید د بندیانو د روغتیا پاملرنې، د کورنۍ د لیدنې او قانوني استازیتوب حقونه خوندي او بشپړ کړي او ټینګار یې کړی چې د نظر او بیان ازادي باید د بشري حقونو د نړیوال تعهد سره سم وساتل شي.

همدا شان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق د طالبانو له لوري د نیول شویو معترضو میرمنو، ژولیا پارسي، ندا پرواني، پریسا ازادې او منیژه صدیقي د خوشې کولو غوښتنه کړې.

فایق د ‌ډسمبر په ۷مه په خپله ایکسپاڼه لیکلي: "د معترضو ښځو نیول، شکنجه کول، تاوتریخوالی او جنسي ځورونه، د پخواني پوځيانو نیول، شکنجه او هدفي وژنې، د کورنیو د غړو څخه یې غچ اخیستنه او دهغوی توقیف او د هزاره او شیعه دیني عالمانو مرموزې، هدفي او زنځيري وژنې، د افغان ولس له کلتور، د اسلام د سپېڅلي دین له ارشاداتو او د بشري حقونو له نړیوالو اصولو سره په بشپړه توګه په ټکر کې دي."

نوموړي زیاته کړې د طالبانو د رژیم د دغو استبدادي او انحصاري کړنو او سیاستونو دوام، افغانستان له نړیواله انزوا او د دې هیواد خلک له سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخ کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق

د طالبانو حکومت د نصیر احمد فایق د دې څرګندونو په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم د ازادي راډيو پوښتنې ځواب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په زندانونو کې نیول شویو معترضو میرمنو ته نږدې کسان وايي چې د دوی روغتیايي وضعیت ښه نه دی او کورنۍ ته یې هم د لیدو اجازه نه ورکول کیږي.

د معترضو ښځو د خودجوشه خوځښت غړې ندا پرواني ته یو نږدې کس چې نه یې غوښتل د دې موضوع د حساسیت له امله یې نوم او غږ په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل چې د اغلې پرواني روغتیايي وضعیت ښه نه دی او تیره دوشنبه د امنیت روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوې وه، خو کورنۍ ته یې تر اوسه د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

سرچینې زیاته کړه چې د اغلې پرواني څلور کلن ماشوم چې له هغې سره د وږي پر ۲۱مه د طالبانو لخوا نیول شوی و، بیرته خوشې شوی خو صحت یې ښه نه دی.

همدا شان د ښځو د حقونو ځینې افغان فعالانې دوه ورځې وړاندې ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د افغانستان د ښځو د خودجوشه خوځښت غړې منیژه صدیقي چې د تلې په ۱۷مه نیول شوې وه، د څرخي پله زندان ته لېږدول شوې ده او صحي وضعیت یې هم ښه نه دی.

دغه راز ادعا کېږي چې د ندا پرواني او منیژه صدیقي سربېره د ژولیا پارسي روغتیايي وضعیت هم ښه نه دی او د پریسا ازادې د وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه‌شته.

دغه راز ادعا کیږي چې د ندا پرواني او ژولیا پارسي سربیره، منیژه صدیقي او پریسا ازاده هم د طالبانو په بند کې دي او د وضعیت په اړه هیڅ معلومات نشته.

د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې د طالبانو په زندانو کې دوی د وضعیت په اړه اندېښمنې دي.

له طالبانو سره یوه بله بندي مېرمنه، پریسا ازاده
له طالبانو سره یوه بله بندي مېرمنه، پریسا ازاده

یو له دوی ویدا ساغري ازادي راډيو ته وویل:

" فزیکي او رواني ځورونې او شکنجې ورکوي ، چې نجونې او ښځې په درو ، لغتو، څپیړو او سوکونو وهي. نجونې په یوه نمنجن ځای کې بندي دي، چې ډیر لږ اوبو او خواړه ورکوي هغه هم غیر صحي خواړه، همدا راز هلته حفظ الصحه نه مراعتیږي."

د عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو خوځښت مسوولې، شمایل توانا ازادي راډيو ته وویل:

" کله چې ښځو او نجونو په افغانستان کې، د خپلو حقونو د تر لاسه کولو او د هغوی د حقوقو نقضیدو لپاره خپل غږ پورته کړ، د طالبانو لخوا په سختۍ وځپل شوې ، هومره چې اوس څلور مېرمنې د طالبانو په زندان کې دي، چې له بده مرغه شکنجه کیږي او په سختو شرایطو کې دي، خو له بده مرغه ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې کوم عملي اقدام نه دی ترسره کړی، چې د ښځو خوشي کولو لپاره پر طالبانو فشار راوړي او ښځې خوشې کړي."

د معترضو مېرمنو او نورو افغان ښځینه وو خلاف د طالبانو چلند تل توندو نیوکوسره مخ شوی
د معترضو مېرمنو او نورو افغان ښځینه وو خلاف د طالبانو چلند تل توندو نیوکوسره مخ شوی

د طالبانو حکومت ویندویانو د دې ادعاوو په اړه د آزادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر اوسه یې د دې معترضو مېرمنو نیول نه تایید او نه هم رد کړی دی.

له دې وړاندې هم بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په وار- وار د طالبانو له حکومت څخه د دې مېرمنو د خوشې کولو او د ښځو پر وړاندې د دوی د سیاستونو د بدلولو غوښتنه کړې، خو د طالبانو حکومت د ښځو په وړاندې د محدودیتونو په بر خه کې نرمښت نه دی ښودلی.

دوی ادعا کړې چې افغان ښځو ته یې د اسلامي شریعت له مخې حقوق ورکړي؛ هغه ادعا چې افغان ښځو او د بشري حقونو بېلابېلو نړیوالو بنسټونو ته د منلو وړ نه ده.

راپور: ثنا کاکړ

XS
SM
MD
LG