د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

یو شمېر ښځینه فعالانې: طالبان د ښځو د ټولنیز حضور د ختمولو په هڅه کې دي


د اعتراض یوه څنډه
د اعتراض یوه څنډه

د شنبه‌های ارغواني غورځنګ غړو د "بدحجابۍ" په تور د ښځو او نجونو د نیولو په اړه د طالبانو د وروستي اقدام په غبرګون کې اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.

په دغه اعتراضيه راټولېدنه کې چې په يوه سرپټي ځای کې جوړه شوې وه، اعتراض کوونکو د بدحجابۍ په پلمه د ښځو نيول د طالبانو د حکومت يوه ستراتيژي وبلله چې د دوی په ټکو له‌مخې يې ښځې له ټولنې ګوښه کېږي.

د شنبه‌های ارغواني غورځنګ د يک‌شنبې په ورځ پر خپله ايکس‌پاڼه د ياد اعتراض د يوې ويډيو په خپرولو سره ادعا کړې چې طالبان غواړي په‌دې اقدام او د خپلو سختو احکامو په صادرولو سره د ښځو د پوښښ او د هغوی د حقونو د محدودولو لپاره، د نرواکۍ جوړښت پياوړی کړي.

ياد غورځنګ ویلي دي چې د نړیوالې ټولنې لپاره دا ډېره مهمه ده چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او د دغو ښځو د برابرۍ او شمولیت لپاره مبارزه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې په کابل او يو شمېر ولایتونو کې د طالبانو حکومت د "بدحجابۍ" په نوم د نجونو او ښځو د نیولو لړۍ پیل کړې او د طالبانو دغه کړنه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعاله او د يووالي او پیوستون د غورځنګ غړې صنم کبیري له رسنیو سره په یوه شریکه شوې ویډیو کې وايي، د طالبانو له بياځلي واکمنۍ راهیسې د ښځو وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی دی.

هغې په ياده ويډيو کې ويلي:

"نړيوالې ټولنې ته له فرياد او اعتراضونو سره سره، د ښځو په وضعیت کې هیڅ بدلون نه‌دی راغلی، طالبان اوس ښځې او نجونې د حجاب د اغوستلو په پلمه بندیانوي، د دوی هدف حجاب نه‌دی، موخه یې د ښځو ګوښه کول دي. په داسې حال کې چې د افغانستان په دوديزه ټولنه کې د ښځو بنديانول يو لوی عيب دی."

د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ او عمل په پراخه کچه له ملي او نړیوالو مخالفتونو سره مخ شوی
د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ او عمل په پراخه کچه له ملي او نړیوالو مخالفتونو سره مخ شوی

د ښځو د حقونو يوه بله فعاله زرغونه ولي هم وايي، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې افغان مېرمنې له‌دې امله چې ښځې دي، له سختو شرايطو سره مخ دي او اوس د بدحجابۍ په پلمه نيول کېږي.

ولي زیاتوي:

"دا ډول نامناسب عمل چې دوی د افغان ښځو پر وړاندې کوي زموږ د ملي دود او کلتور، د ملګرو ملتونو له منشور او بشري حقونو سره په ټکر کې دی. د دوی دغه اقدام په افغانستان او نړۍ کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. موږ طالبانو ته وایو چې له دې نا مناسب عمل لاس پر سر شي، ځکه چې دا د هغوی لپاره ناوړه پایلې لري."

هم‌مهاله، د بشري حقونو یوه بله فعاله شفیقه رزمنده وايي، افغان مېرمنې له ټولو برخو څخه ایستل شوي او د بشري حقونو بنسټونه باید په دې اړه عملي اقدامات وکړي.

هغه وايي:

"موږ له دوی غوښتنه کوو چې دا کړنه او په ټوله کې په افغانستان کې جنسیتي اپارتايد او تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د بشري حقونو له سازمانونو او ملګرو ملتونو څخه غواړو چې د طالبانو د دغې کړنې پر وړاندې عملي اقدامات وکړي."

د ياد شوي اعتراض او د را پورته شويو ادعاوو په اړه مو د طالبانو د حکومت له وياند ذبيح‌الله مجاهد وپوښتل، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

تر دې مخکې هغه او د طالبانو د حکومت ځينو نورو مسؤلينو د "بدحجابۍ" له امله د نجونو د نيولو مسئله تاييد کړې وه.

د دوی له ډلې په کابل کې د طالبانو د حکومت د شپږمې حوزې لپاره د امر باالمعروف او نهي عن المنکر مشر مولوي امان الله څو ورځې وړاندې د کابل په لوېديځ کې له ديني عالمانو سره په يوه غونډه کې ويلي وو چې دغه نیونې د توصيې ورکولو په موخه شوې وې او د دوی د کورنیو له تضمین وروسته نيول شوې نجونې بېرته خوشې شوې دي.

د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته، د نورو بندیزونو ترڅنګ دوی د ښځو پر کار، زده‌کړو، ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي فعالیتونو هم بندیزونه ولګول او نجونو او ښځو ته يې د حجاب کول اجباري کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG