د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ: طالبانو د ښځو له بندیانولو سره وښوده چې دوی نه دي بدل شوي


کابل کې د ښځو د نیولو ادعا شوی تصویر
کابل کې د ښځو د نیولو ادعا شوی تصویر

د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ په کابل او غزني کې د نجونو پر نيولو اندېښنه ښودلې او ادعا کوي چې طالبانو په کابل او غزني کې لسګونه ښځې او نجونې نيولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي.

د دغه غورځنګ په اعلامیه کې چې د یک‌شنبې په ورځ د طالبانو له‌خوا د " بد حجابۍ" په پلمه د نجونو او ښځو د نیول کېدو په غبرګون کې خپره شوې، ویل شوي چې له دوو کلونو څخه د زیاتې واکمنۍ په موده کې، طالبانو په بېلابېلو پلمو ښځې له ټولنې څخه ایستلې او څنډې ته کړي يې دي.

ياد شوي حرکت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان نجونو د عملي اقداماتو ملاتړ وکړي.

د دغه غورځنګ مشرې پروانه ابراهیم‌خېل نجرابي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل:

"طالبانو له تاوتریخوالي څخه په ګټې اخيستنې سره وښودله چې دوی نه‌دي بدل شوي او هماغه پخواني طالبان دي، د طالبانو دا کړنه په افغانستان کې د جنسیتي اپارتايد یوه بېلګه ده او دوی غواړي چې ښځې وځپي او هغوی وبېروي، تر څو ښځې له چادرۍ پرته ټولنې ته د وتلو جرأت ونه‌کړي."

د طتالبانو له بیا واکمنیدو سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ناوړه چلند پرله پسې خبرونه ورکول کیږي
د طتالبانو له بیا واکمنیدو سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ناوړه چلند پرله پسې خبرونه ورکول کیږي

طالبانو له څو ورځو راهیسې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو لسګونه نجونې د حجاب نه مراعتولو په تور نیولې دي.

عیني شاهدان له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې نن د کابل ښار ځینې واټونو کې د نورو ورځو په پرتله ګڼه ګوڼه کمه وه او په ښار او بازار کې د ښځو او نجونو تګ راتګ کم لیدل کېږي.

یوه عیني شاهد چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه‌غوښتل نوم یې راپور کې ياد شي، ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو په بېلابېلو سیمو کې د هغو ښځو د نیولو لپاره چې د دوی په باورحجاب یې نه وي مرعات کړی خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

سرچینې وویل:

"ډېرې نجونې چې حجاب یې اغوستی و، په دې پلمه نیول شوي چې ویښتان مو رنګ کړي، شونډې مو رنګ کړي او یا مو حجاب نه‌دی اغوستی. نن د کابل سړکونو کې ډېره ګڼه‌ګوڼه نه وه، زه بهر لاړم، ومې لیدل چې موټرې يې درولې او نجونې يې ښکته کولې."

په کابل ښار کې د نجونو د نیولو یوې عیني شاهدې هما رجبي ازادي راډيو ته وویل چې، حتی یو شمېر نجونې چې بشپړ حجاب او ماسک یې اغوستي وو، طالبانو نیولي دي.

هغه زیاتوي چې په لومړیو ورځو کې حتی له طالبانو سره ښځینه پولیسې هم نه وې.

رجبي زیاته کړه:

"زما په يو ځای کې ور پام شو چې د جامو په یوه پلورنځي کې یوې مور او لور ته د طالبانو پولیس غوښتل چې نجلۍ ونیسي، مور يې نه پرېښودل او په ژړا يې زارۍ ورته کولې او ويل يې چې د خداى، قرآن او پېغمبر په خاطر، خو بيا هم ونه توانېده چې هغه وژغوري او طالبانو مور او لور دواړه ونیول."

دا په‌داسې حال کې ده چې د یو شمېر نیول شویو نجونو کورنیو تر دې وړاندې ازادي راډيو ته دا موضوع تأیید کړې وه.

د طالبانو حکومت هم د دغو نجونو د نیولو خبره د هغه څه له امله چې دوی یې د «د بې‌حجابۍ دودېدل» بولی تایدوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یو شمېر کورنیو رسنیو ته ويلي :

"د هغو راپورونو له‌مخې چې امر باالمعروف رسېدلي دي، یوه ډله مېرمنې له هېواده بهر د ده په خبره بهرنيو کړيو له‌خوا په کابل او ولایتونو کې د بې حجابۍ د ترویج لپاره استخدام شوې وې، چې د طالبانو حکومت هغوی ونیولې او د هغوی ته له توصيې ورکولو وروسته یې خوشې کړې."

مجاهد:یوه ډله مېرمنې له هېواده بهر د بهرنيو کړيو له‌خوا په کابل او ولایتونو کې د بې حجابۍ د ترویج لپاره استخدام شوې وې
مجاهد:یوه ډله مېرمنې له هېواده بهر د بهرنيو کړيو له‌خوا په کابل او ولایتونو کې د بې حجابۍ د ترویج لپاره استخدام شوې وې

هم‌مهاله د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د نجونو او ښځو د نیول کېدو انځورونه هم په ټولنيزو ییزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

په‌داسې حال کې چې ښاغلی مجاهد دا موضوع تاییدوي چې د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف وزارت د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې ځینې انځورونه د نجونو د نیول کېدو په تړاو نه دي؛ بلکې د دوی په خبره د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د هغه عملیاتو په تړاو دي چې په ترڅ کې یې ښځينه سوالګرې د بایومتریک او ورته د معاش ټاکلو لپاره راټولې کړې دي.

د بشري حقونو سازمانونو او ملګرو ملتونو د نجونو او ښځو بندي کول غندلي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنیټ هم د دغو ښځو او نجونو د خوشې کېدو غوښتنه کړې او د طالبانو دغه کړنه یې غندلې او ويلي دي چې د طالبانو دا کار نجونې له ازادۍ محروموي او حقونه یې کمزوري کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG