د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

د افغان ښځو په کار کولو بندیز؛ غني دا بندیزونه پر ښځو د تدریجي مرګ تحمیلول بولي


د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته پام وکړي.

نوموړي د 'ژوند لارې' د پوډکاست په درېیمه برخه کې چې د دسمبر په ۲۹مه د غني په ایکسپاڼه یا پخواني تویټرپاڼه خپور شوی، په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو او په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

غني ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو او د ښځو پر دندو د هغوی له بندیزونو وروسته، د هغو مېرمنو اقتصادي وضعیت خراب شوی کوم چې د خپلو کورنیو سرپرستي یې کوله.

نوموړي پاکستان او قطر ته هم اشاره کړې کوم چې اسلامي هېوادونه دي، خو ښځې او نجونې کولای شي په کې کار او زده کړې وکړي.

غني وویل: "باید دې ته یوه واضح توجه وشي او په سمه توګه باید شرایط برابر شي. که څوک یې منع کوې نو دومره مېړانه ولرئ چې ورته د ژوند شرایط برابر کړئ. ایا خدای ج چاته دا اختیار ورکړی چې تدریجې مرګ په نورو باندې تحمیل کړي. ژوند منو یا تدریجي مرګ؟ نن ایا خندا شته؟ آیا مسکا شته؟ آیا ژوندانه ته امېد شته؟"

محمد اشرف غني په دې وروستیو کې په متحده عربي اماراتو کې په خپل تبعید کې د افغانانو د ستونزو په اړه د پوډکاسټونو لړۍ پیل کړې ده.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په ۲۰مه په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بندې کړې. Kabul on December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په ۲۰مه په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بندې کړې. Kabul on December 21, 2022

یو شمېر افغان نجونو او مېرمنو هم ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی د طالبانو حکومت د بندیزونو له امله له خپل ژوند سختې ناهیلې شوې دي.

د کابل ښار اوسېدونکې ماریا، چې د خپل کور سرپرسته ده وایي، پخوا یې په یوې دولتي اداره کې وظیفه درلوده، د خپل لاس ګټه یې خوړله، خو د ښځو پر دندو د طالبانو له بندیزونو وروسته د خلکو مرستو ته اړه شوې ده.

هغې وویل: "دوه لورګانې او یو ٧ کلن زوی لرم. په بلاکونو کې کالي مینځم، غالۍ مینځم دا کارونه کوم. ګاونډیان راسره یا١٠٠ ٥٠ روپۍ، کله ډوډۍ، کله کتغ مرسته کوي."

له زده کړو بې برخې زلفا محمدي بیا ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "که یوه نجلې زده کړې وکړي او وشي کولای خپلې موخو ته ورسېږي، زموږ هېواد به په بهترین شکل پرمختګ وکړي. له هغه وخته چې طالبان افغانستان ته راغلل نجونې له روحي، رواني او عاطفي اړخه ښه وضعیت نه لري. دوی په رښتیا چې ډېره لویه ضربه ليدلې."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د شاوخوا ۵۰ فرمانونو په صادرولو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه او بندیزونه ولګول.

په هرات کې د یوه پارک انځور. طالبانو په ټول افغانستان کې پارکونو ته د ښځو په ورتګ بندیز لګولی دی.
په هرات کې د یوه پارک انځور. طالبانو په ټول افغانستان کې پارکونو ته د ښځو په ورتګ بندیز لګولی دی.

له شپږم ټولګي پورته په ښوونځیو او په پوهنتونونو کې د زده کړې څخه منع کول، په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي دفترونو او په سینګارتونونو کې د کار کولو بندیز، له محرم پرته په لرې واټن سفر تلل، تفریحي پارکونو، لوبغالو او ښځینه حمامونو ته د تګ بندیز، هغه محدودیتونه دي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګولي دي.

نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو ګڼو سازمانونو یاد شوي بندیزونه او محدودیتونه د ښځو له بشري حقونو څخه سرغړونه بللې، خو د طالبانو حکومت ویاندویانو په وار وار ادعا کړې چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه چې په کور دننه افغان مېرمنو او نړیوالو ته د منلو نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG