د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

پر نجونو او ښځو د طالبانو محدودیتونه او د یوناما تازه اندېښنې


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په خپل تازه راپور کې لیکلي چې له زده کړو او کار څخه د افغان ښځو او نجونو محرومیت نه یوازې د دوی پر رواني روغتیا منفي اغېز کړی؛ بلکې په کورنیو او ټولنه کې یې د دوی ونډه هم کمه کړې ده.

د یوناما د دغه ۹ مخیز راپور پر بنسټ، د کم عمرو ودونه، د ماشومانو کار، کورنی تاوتریخوالی او ناقانونه کډوالۍ، په افغانستان کې د ښځو او نجونو له زده کړو او کار څخه د منع کولو نورې منفي پایلې دي.

په دغه راپور کې، یوناما د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ترلاسه کولو او تصمیم نیولو لپاره زده کړې او کار اړین بللی دی.

د دغه راپور په بله برخه کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د روان کال تر نومبر میاشتې پورې، په کورنیو کې د ښځو ونډه له ۹۰ سلنې څخه ۳۹ سلنې او په ټولنه کې یې ونډه له ۱۷ سلنې څخه ۵ سلنې ته راټیټه شوې ده.

یوناما د افغانستان په لویدیځ کې د اکتوبر د میاشتې له ویجاړونکې زلزلې او له پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري شړلو او بشري مرستو ته د هغوی نه لاسرسي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

یو شمېر معترضې مېرمنې
یو شمېر معترضې مېرمنې

پري، چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې، د يوه ښوونځي مديره وه، وايي چې د خپل سپين ږيري پلار، مور ، يوې معيوبې خور، کونډې خور او د هغې د ماشومانو یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې وه.

پري ازادۍ راډيو ته وويل چې د ښځو پر کار د بنديز له امله د خپلې دندې له لاسه ورکولو وروسته د کورنۍ تاوتريخوالي او رواني ستونزو په ګډون له ډېرو کړاوونو سره مخ شوې ده.

هغه زیاتوي:

" دنده نه لرم، او کوم مسولیت چې ما ددوی پر وړاندې درلود نه شم تر سره کولای، همدا شرایط ددې لامل شول چې څوک زما خبرو ته غوږ نه ږدي او زما رواني وضعیت دومره خراب شو چې پلار مې په ما لاس پورته کړ."

له بلې خوا د ښځو د حقونو یوه فعاله پریسا مبارز وايي د افغان ښځو او نجونو د وضعیت د بدلولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو اقدامات بسنه نه کوي.

اغلې مبارز زیاتوي:

" زما په اند، کومه لاره چې دوی پر مخ وړي، کومه پایله نلري، که دې لارې په رښتیا یې پایله سمه وه، نو دوی باید د افغانستان اوسنی وضعیت درک کړی و، او د افغانستان ښځو لپاره یې باید یو جدي اقدام سر ته رسولی و او د افغانستان اوسنی حالت کې به بدلون راغلی و."

طالبانو ښځې له سینګارګرۍ هم منع کړي چې دا پرېکړه یې د سلګونه بې سرپرسته کارګرو ښځو د بې کاره کېدو سبب شوې ده
طالبانو ښځې له سینګارګرۍ هم منع کړي چې دا پرېکړه یې د سلګونه بې سرپرسته کارګرو ښځو د بې کاره کېدو سبب شوې ده

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د شاوخوا ۵۰ فرمانونو په صادرولو، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه او بندیزونه ولګول.

هغه بندیزونه چې نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو، د ښځو له بشري حقونو څخه سرغړونه بللې، خو د طالبانو د حکومت ویاندویانو، په وار وار ادعا کړې چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د زده کړې څخه منع کول، په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي دفترونو او په سینګارتونونو کې د کار کولو بندیز، له محرم پرته په اوږده سفر تلل، تفریحي پارکونو او لوبغالو ته د تګ بندیز، هغه محدودیتونه دي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG