د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

د بشري حقونو نړیواله ورځ او په افغانستان کې یې د وضعیت د لا پسې خرابېدو اندېښنې


له ارشیفه د طالبانو او یو شمېر معترضانو تصویر
له ارشیفه د طالبانو او یو شمېر معترضانو تصویر

په افغانستان کې د بشري وضعیت په باب د اندېښنو په دوام، د بشري حقونو د څار سازمان یوې چارواکې یو وار بیا له نړیوالو دې موضوع ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

دا غوښتنه داسې وخت کېږي، چې نن د ډسمبر لسمه، د بشري حقونو نړیواله ورځ ده او داسې وخت نمانځل کېږي چې ګڼو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر اوسني وضعیت اندېښنه ښوولې ده.

د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار پرون ناوخته ازادۍ راډیو ته وویل، په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره شرایط په سختېدو دي.

مېرمن بار زیاتوي: "په خپګان سره چې د بشري حقونو په دې نړیواله ورځ په افغانستان کې د لمانځلو لپاره هېڅ هم نه شته. افغانستان لا هم د ښځو حقونو لوی بحران سره مخامخ دی او دغه بحران نه یوازې په ښه کېدو نه دی؛ بلکې په خرابېدو دی. موږ وینو چې طالبانو د وخت په تېرېدو سره د خپلو افراطي مقرراتو عملي کولو ته په شدت دوام ورکړی دی. د افغان ښځو او نجونو لپاره وضعیت لا پسې سختېږي."

د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مرستیاله، هیدر بار
د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مرستیاله، هیدر بار

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې نن او سبا (د ډسمبر ۱۰مه او ۱۱مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یوې غونډې پر مهال د افغانستان د بشري وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر ستونزو خبرې کېږي.

د قطر د کړکېچ او بشري حقونو څېړنیز مرکز او د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د دغې غونډې کوربانه دي.

د دغه مرکز په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې به مخکښ متخصصان، د نړیوالو بنسټونو استازي او نور ښکېل اړخونه د افغان ښځو او نجونو د تعلیم او کار په وړاندې د پرتونو خنډونو په اړه خبرې وکړي.

د دغې غونډې سپارښتنې به وروسته په قطر کې بلې جوړېدونکې غونډې ته وړاندې شي.

طالبان ټینګار کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کوي.

د ځینو نورو شخصیتونو تر څنګ د ښځو څلور فعالانې ژولیا پارسي، منيژه صدیقي، ندا پرواني او پریسا آزاده لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د طالبانو په زندان کې یو شمېر بندي ښځینه فعالانې
د طالبانو په زندان کې یو شمېر بندي ښځینه فعالانې

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانو د دغو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

بل لور ته د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی ټام ويسټ چې له دوشنبې یې څو هېوادونو ته سفر پیل کړی له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته قطر ته هم ځي.

هغه ویلي، د دې لس ورځني سفر په لړ کې به د پاکستان تر څنګ متحده عرب اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته لاړ شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په نیمايي پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له نور تعلیم منع کړې.

دغه راز یې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د نجونو او ښځو د پوهنتون زده کړې هم منع اعلان کړې او په غیردولتي موسسو کې یې د ښځو کار هم منع کړ.

ښځې عمومي حمامونو، تفریحي پارکونو او ورزشي کلپونو ته نه شي تلی او د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د دوی کار منع اعلان شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG