د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

تمنا زریاب پریاني د افغان ښځو لپاره د عدالت غوښتنې لړۍ پای ته ورسوله


تمنا زریاب پریاني وايي، د عدالت غوښتنې لپاره څه موده مخکې په جرمني کې د تحص خیمه ودروله چې ان د ناروغۍ له کبله په روغتون کې بستر هم شوه.
تمنا زریاب پریاني وايي، د عدالت غوښتنې لپاره څه موده مخکې په جرمني کې د تحص خیمه ودروله چې ان د ناروغۍ له کبله په روغتون کې بستر هم شوه.

د ښځو د حقونو فعاله او معترضه مېرمن تمنا زریاب پریاني وايي چې په ۲۰۲۳م کال کې یې د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې لړۍ نن د شنبې په ورځ پای ته ورسېده.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې دننه ښځو او نجونو له زده کړو او کار لرې او په سفر او ټولنیزو فعالیتونو له محدودیت سره یو بل کال هم تېر کړ، د ښځو د حقونو یوه فعاله تمنا زریاب پریاني چې په افغانستان کې یې د جنسیتي اپارټایډ په توګه د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تګلارو د رسمیت پېژندلو لپاره بېلابېل اعتراضونه وکړل وايي چې نن شنبه یې د ۲۰۲۳ کال لپاره د اعتراضونو د لړۍ وروستۍ ورځ ده.

هغې ازادۍ راډيو ته وويل چې سږ كال يې د نورو فعالو ښځو سره په ګډه د لاريونونو، اعتصابونو او د پرلتونو له لارې د افغان نجونو او ښځو د حقونو غوښتنه کړې ده.

اغلې پریاني وویل، دوی د اګست له ۱۲مې راهیسې بېلابېل لاریونونه کړي او د شنبې په ورځ یې هم د جرمني په بن ښار کې د تحصن خیمه ودروله.

هغې د خپلو اعتراضونو د لاسته راوړنو په اړه وویل: "په تېرو دوه کلونو کې هیڅوک په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په اړه نه غږېدل، خو له هغو مظاهرو او لاریونونو وروسته چې موږ درلودل، په هر کنفرانس کې د جنسیتي اپارټایډ یادونه کېده. زه فکر کوم چې که مونږ دغو لاریونونو ته ژمن پاتې شو نو مثبتې پایلې لرلی شي او په افغانستان کې روان وضعیت به د جنسیتي اپارټایډ په توګه وپېژندل شي او ورسره د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی به پای ته ورسېږي."

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اعتراضونه بندیز دی د ښځو د حقونو یو شمېرغوښتونکي وايي چې له هېواده بهر لاریونونه او اعتراضونه نړیوالو ته د دوی د حق غوښتنې په غږ رسولو کې مرسته کولی شی او د لړۍ باید دوام وکړي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې زرغونې ولي ازادي راډيو ته وویل، که څه هم په هېواد کې دننه او بهر د افغان ښځو اعتراضونو او اعتصابونو د طالبانو په دریځ اغېز نه دی کړی، خو په ټکو یې نړۍ ته یې دا وښوده چې طالبان خپل دریځ نه بدلوي او یوازېنۍ موخه یې له ټولنې د ښځو لرې کول دي.

هغې وايي: "موږ ټولو په هېواد کې دننه او بهر هڅې وکړې، خو د بنديزونو په لرې کولو يې کوم اغېز ونه کړ، خو په دې وتوانېدو چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو د مخنيوي لپاره مثبت ګام پورته کړ. که څه هم د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل يو سياسي تګلاره ده، خو د ښځو لاریونونو دا وښودله چې دوی د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه کوي او باید په رسمیت ونه پېژندل شي."

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې پریسا مبارز ازادي راډيو ته وویل: "دا د ښځو غږ و چې د طالبانو حکومت تراوسه په رسمیت ونه پېژندل شو، دا زموږ لپاره یوه لاسته راوړنه ده، که څه هم موږ قرباني ورکړه، ښځې شکنجه شوې، ووژل شوې او بندیانې شوې."

طالب ویندویانو بیا تل ادعا کړې چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو د حقونو د فعالانو او د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار په کډون د بشري حقونو بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د افغان ښځو د اعتراضونو د عکسونو په خپرولو سره له هغوی ملاتړ کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د دوی تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ښځو ته د کار، زده کړو او نور ټولنیز فعالیتونو اجازه ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا له بشري حقونو نه د سرغړونو په اړه د نړیوالو غبرګونونو په دوام، دتازه امریکا د خزانې وزارت د طالبانو د دوه چارواکو نومونه د بندیزونو په لېست کې شامل کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG