د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

یو شمېر بنسټونو د افغان نجونو لپاره ښوونيز بورسونه ځانګړي کړي


ارشیف: په افغانستان کې نجونې زده کوونکې
ارشیف: په افغانستان کې نجونې زده کوونکې

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو له حضور پرته د درېیم تعلیمي کال له پیل سره سم یو شمېر بنسټونو د نجونو لپاره د ښوونيزو بورسونو د ځانګړي کېدو خبر ورکړی.

له دوی یو په روندا کې د سولې په نوم ښوونځی د افغانانو لپاره فعاليت کوي، دا ښوونځی به څومره زده‌کوونکې جذبوي، شمېر یې نه‌دی ښودلی، خو ويلي يې دي چې د ۲۰۲۴ تعليمي کال لپاره به نوي زده‌کوونکي ومني.

د دې ښوونځي بنسټ ایښودونکې شبانې بسیج راسخ د شنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې له ۱۸ کلونو کم‌عمره نجونې کولای شي چې د جون تر ۱۵مې پورې خپل غوښتنلیکونه واستوي.

په ورته وخت کې د انار په نوم اکاډمۍ خبر ورکړی چې ياد غیر انتفاعي سازمان د ښوونځیو له پرانستلو او نوي تعلیمي کال له پيل سره په یو وخت د وري په څلورمه له شپږم ټولګي پورته د ۲۲۳ زده کوونکو په شتون کې انلاین ازمايښتي پړاو پیل کړ.

د يادې اکاډمۍ په وېب‌پاڼه کې راغلي، دغه شمېر نجونې د يادې اکاډمۍ د داخلې کمېټې له‌خوا او له وړاندې د ټاکل شویو معیارونو پر بنسټ له ۱۰۰۰ ډېرو غوښتونکو له منځه ټاکل شوې دي.

خو له زده‌کړو يوه بې‌برخې شوې نجلۍ، چې نه‌يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډیو سره په خبرو د دا ډول زمينو د رامنځته کېدو هرکلى وکړ ویې ویل، دا بسنه نه‌کوي او په ټول افغانستان کې بايد له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د ټولو نجونو په مخه پرانيستل شي.

هغې وویل: "دا دوه بنسټونه چې غواړي د افغان نجونو لپاره د زده‌کړې زمینه برابره کړي، زه فکر نه‌کوم چې د دوی پروګرامونه دې ډېر ګټور وي ځکه چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي."

ارشیف: په لوګر کې یو شمېر زده کوونکې
ارشیف: په لوګر کې یو شمېر زده کوونکې

هاخوا په پاکستان کې د افغان ښځو د ازادۍ غورځنګ له زده‌کړو د نجونو د بې‌برخې کېدو د پرله‌پسې درېیم کال په تړاو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه بې‌تفاوته پاتې نه‌شي.

ياد غورځنګ د وري په څلورومه په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه کې یوه ویډیو خپره کړه چې په‌کې د دغه غورځنګ یو شمېر غړې په یوه پوښل شوي ځای کې اعتراضي شعارونه ورکوي.

د دوی له ډلې يوه يې پرېکړه لیک لولي چې په یوه برخه کې يې وايي: "که نړۍ په افغانستان کې د ښځو د خراب وضعیت په اړه بې‌پروايي وکړي او له پامه يې وغورځوي، د افغان ښځو راتلونکی به په بشپړه تیاره کې ډوب شي. په دې سربېره ویلای شو، تر څو چې زموږ په هېواد کې د طالبانو د پوهې ضد رژيم حاکم وي، ښځې به يوه شېبه هم د ارامۍ او خپلو بنسټيزو حقونو څخه برخمنې نه‌شي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال تېره اوونۍ له شپږم ټولګي پورته د نجونو له ګډون پرته پیل شو.

که څه هم په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو دوام له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو، خو د طالبانو حکومت د دغو بندیزونو د ليرې کولو په اړه د خپلې پرېکړې د بدلولو لپاره کوم اقدام نه‌دی کړی.

په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته هغوی پر ښځو او نجونو د یو شمېر نورو بندیزونو لګولو ترڅنګ نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړې او بیا یې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د دوی په مخه د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG