د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

خادم: افغانستان دې پر اسراییل د ایران د برید په اړه چوپتیا غوره کړي


د نړیوالو اړیکو پوه انتظار خادم
د نړیوالو اړیکو پوه انتظار خادم

د نړیوالو اړیکو ځینې افغان شنونکي وايي، پر اسراییل د ایران حمله سیاسي اړخ لري او افغانستان ته په کار ده چې په اړه یې چوپتیا غوره کړي.

د نړیوالو اړیکو پوه انتظار خادم په دې باور دی، که چېرې اسرایيل پر ایران بېرته حمله وکړي، نه یوازې پر سیمې؛ بلکې پر افغانستان به هم پراخ سیاسي او اقتصادي تاثیرات ولري.

ښاغلی خادم وایي، افغان لوري( د طالبانو حکومت) او سیاسي څېرو ته په کار ده چې د اوس لپاره خپلې ستونزې حل او د نورو هېوادونو په مسایلو کې له نظریاتو ورکولو او مداخلو لاس واخلي.

له ښاغلي خادم سره زمونږ همکارې فېروزې عزیزي مرکه کړې او په سر کې یې د دغه حملې په اړه ترې پوښتلي چې د ایران حکومت ځوابي برید او غچ ګڼلی.

د مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

XS
SM
MD
LG