د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

د غزې د وضعیت ښه کېدو ته د نژدې درې میلیارده ډالرو غوښتنه


په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

ملګرو ملتونو د غزې د درې میلیونه جګړه ځپلو خلکو د لاسنیوي لپاره د دوه اعشاریه اته میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان وایي چې د غزې اوسېدونکي د خوړو ترڅنګ روغتیایي خدمتونو او پاکو اوبو ته اړتیا لري.

دغلته د اسراییلي پوځیانو او حماس ترمنځ، چې اروپایي ټولنه او امریکا یې د ترهګرو په توګه پېژني، څه باندې شپږ میاشتنۍ جګړې بشري ناورین رامنځته کړی دی.

د غزې او لوېدیځې غاړې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري دفتر مشر اندریا ډومینیکو وایي، په غزه کې د خدمتونو بېرته عادي کول "پراخو اقداماتو" ته اړتیا لري.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې ډومینیکو د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي، د مرستو او لاسنیوي دغه چارې د پوځي عملیاتو په جریان کې امکان نه لري.

هغه په غزه کې د روغتونونو، د اوبو سیستم، کورونو، سړکونو او ښوونځیو ویجاړېدو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، دغلته هیڅ یو پوهنتون جوړ نه دی پاتې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو دغه مسوول د بېلګې په توګه د غزې الشفا روغتون یادونه کړې چې د اسراییلي پوځیانو په عملیاتو کې یې ودانۍ او وسایل زیانمن شوي او د اسراییلي پوځیانو له وتلو وروسته په کې یو شمېر داسې جسدونه پاتې دي چې پېژندګلوي یې سخته ده.

ملګرو ملتونو غزه کې د خلکو د لاسنیوي او د وضعیت د بېرته ښه کېدو لپاره د دوه اعشاریه اته میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې.

دغلته وروسته تر هغه جګړه ونښته چې حماس د تېر کال د اکټوبر په ۷مه نېټه پر اسراییلو په برید سره شاوخوا ۱۲۰۰کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

د اسراییل په ځوابي بریدونو کې چې د حماس د له منځه وړلو لپاره یې وکړل، د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا چې د همدې ډلې په کنټرول کې دی، له ۳۳۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

ملګري ملتونه وایي، د جګړه ییزو فعالیتونو له امله غزې ته د دوی د مرستې کاروانونه له خنډ سره مخامخ شوي او ځینو حالاتو کې یې اسراییل مخه نیولې.

په غزه کې د اسراییل د بریدونو له دوام او پر اسراییلو د ایران د مستقیم برید له کبله په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو وېره زیاته شوې ده.

ایران د تېرې شنبې په شپه پر اسراییلو څه باندې درې سوه توغندي او بې پيلوټه الوتکې وتوغولې چې نژدې ټوله برخه یې شنډه شوه.

تر دغه برید وروسته اسراییل د غچ اخیستنې خبرداری ورکړی، خو د نړۍ مشرانو له دواړو خواوو د حد اکثر زغم غوښتنه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG