د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

جوبایډن: د غزې جګړه کې د نتنیاهو له تېروتنو او چلند سره موافق نه یم


د امریکا ولسمشر جوبایډن - ارشیف
د امریکا ولسمشر جوبایډن - ارشیف

د امریکا ولسمشر جوبایډن یوځل بیا د غزې د جګړې په تړاو پر اسراییلو نیوکه کړې او له دغې جګړې سره یې د اسراییلي صدر اعظم بنیامین نتنیاهو چلند" تېروتنه" بللې ده.

بایډن د امریکا له یوه هسپانوۍ ژبې ټلویزیوني شبکې یوني ویژن Univision سره په مرکه کې چې رویټرز یې نن لنډه برخه خپره کړې ویلي، دی د نتنیاهو له چلند سره موافق نه دی.

" زما په فکر هغه چې څه کوي، تېروتنه ده. زه د هغه له چلند سره موافق نه یم، دا یو ظلم دی چې د مرستو څو موټر چې په یوه لویه لار روان وو، تر برید لاندې راغلل او له منځه ولاړل. زه له اسراییلو غواړم چې د اوربند غږ پورته کړي او د راتلونکو شپږو-اتو اونیو لپاره دغه هېواد ( فلسطین ته) په بشپړ ډول د خوړو او درملو لیږد ته اجازه ورکړي."

بایډن تر دې وړاندې هم پر غزې د اسراییل هوایي بریدونه " بېباکانه" بللي وو.

په غزه کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې اسراییلي پوځیان او حماس سخت دریځه ډله چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي په جګړه بوخت دي.

دغه جګړه وروسته تر هغه پیل شوه چې حماس د تېر کال د اکتوبر په ۷مه په اسراییلو په برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ اسراییلیان یې غزې ته برمته کړل.

د غزې یوه جګړه ځپلې څنډه
د غزې یوه جګړه ځپلې څنډه

د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی ویلي چې د اسراییل په غچ اخیستونکو بریدونو کې شاوخوا ۳۳ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

فرانس پریس اژانس لیکلي چې اسراییلي پوځیانو نن د اختر په ورځ هم پر غزې بریدونه کړي، د دغو بریدونو د احتمالي مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په همدې حال کې د فلسطین لسګونه زره اوسیدونکي نن د اختر د لمانځه لپاره د بیت المقدس په ختیځ کې په اقصی جومات کې سره راټول شول، هغه سیمه چې اسراییل له خپلې خاورې سره یوځای کړې.

یو شمېر فلسطینیانو فرانس پریس ته ویلي، سږنی اختر یې تر ټولو خفه اختر دی.

XS
SM
MD
LG