د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

بایډن په غزې کې د اسراییل اقدامات د دغه هیواد په زیان وبلل


اسراییلي ځواکونه په غزه کې
اسراییلي ځواکونه په غزه کې

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون (شنبې) وویل، باور لري چې په غزه کې د حماس د سختدریځې ډلې پر ضد په جګړه کې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو اقدامات تر دې ډېر چې له اسراییل سره مرسته وکړي، زیان ورته لري.

د امریکا ولسمشر له (ایم ایس این بي سي) تلویزیون سره په مرکه کې یو وار بیا د تېر کال د اکتوبر د اوومې نېټې له حملې وروسته له حماس سره د مقابلې لپاره د اسراییل د حق ملاتړ وکړ، خو د غزې د جګړې په اړه یې د بنیامین نتانیاهو د چلند په اړه وویل، هغه باید د شویو عملیاتو په نتیجه کې د بېګناه خلکو مرګ ژوبلو ته زیات پام وکړي.

بایډن له څو میاشتو راهیسي خبرداری ورکوي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو د زیاتېدو په خاطر او په غزه کې د خپل چلند له کبله اسراییل د نړیوال ملاتړ د بایللو له خطر سره مخامخ دی.

د امریکا ولسمشر په غزه کې د ملکیانو د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه وویل، دا د اسراییلو د اصولو خلاف ده او فکر کوي چې یوه لویه تېروتنه ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

بایډن څرګنده کړه، د غزې په جنوب کې پر رفح ښار د اسراییل احتمالي برید د ده لپاره سره کرښه ګڼل کېږي.

په رفح کې تر یو میلیون او ۳۰۰ زره ډېرو فلسطینیانو پناه اخیستې ده.

خو د امریکا ولسمشر په عین حال کې یادونه وکړه چې د ده حکومت د اسراییل د ملکي وګړو د دفاع لپاره دغه هیواد ته د توغندو ضد توغندو ورکړې ته دوام ورکوي.

جو بایډن د حماس د سختدریځې ډلې له حملې وروسته، اسراییل ته سفر وکړ او د دغه هیواد له چارواکو سره یې پیوستون اعلان کړ.

د امریکا ولسمشر هیله لرله چې د روژې تر پیلیدو مخکې په غزه کې اوربند وشي، خو داسي ښکاري چې حماس ډله د مصر او قطر په منځګړتوب د ۱۳۴ اسراییلي یرغملو د خلاصون په بدل کې د اوربند موافقې ته تیاره نه ده.

د حماس پلاوی د پنجشنبې په ورځ په مصر کې له خبرو ووته او د یوه لنډمهاله اوربند د ټینګېدو هیلې نیمه خوا شوې.

حماس ډله وايي چې د اسراییل له لوري د تېرو ۵ میاشتو په بریدونو کې ۳۱ زره فلسطنیان وژل شوي او ۷۲ زره او ۵۰۰ نور ژوبل شوي دي. همداراز د غزې نژدې ۲ میلیونه او ۳ سوه زره اوسیدونکي کډواله شوي دي.

له بلې خوا د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام پرون (شنبې) وویل چې د ولسمشر جو بایډن له امره وروسته یې په غزه کې د یوه موقتي پلېټفارم د جوړولو لپاره «فرانک ایس بَسن» بېړۍ د مدیترانې ختیځ ته استولې ده.

سنټکام پر خپله ایکسپاڼه کښلي، غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر جو بایډن له اعلانه په څه کم ۳۶ ساعتونو کې یې د اوبو له لارې فرانک ایس بسن بېړۍ له ویرجینیا ایالته د مدیترانې ختیځ ته ورسوله.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG