د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر: ډېرو هغو هېوادونو چې فلسطیني کډوالو سره مرستې ځنډولي پر بیا پيل یې غور کوي


یو شمېر فلسطیني کډوال چې د مرستو په تمه ولاړ دي - ارشیف
یو شمېر فلسطیني کډوال چې د مرستو په تمه ولاړ دي - ارشیف

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ایسپین بورټ آیډې Espen Barth Eide پرون چهارشنبې وویل، ډېرهغه هېوادونه چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له ادارې سره یې مرستې ځنډولي؛ پردې بیا غورکوي چې نغدي او نورې مرستې له سره پیل کړي.

د رویترز خبري اژانس د راپورله مخې، د متحدو ایالتونو او برېتانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو له دې ادارې سره پرمرستو وروسته له هغې لاس ونیوه چې اسراییل د دې ادارې په لسګونو کارکونکي د حماس له لوري د اسراییل پرجنوبي قلمرو د اوکتوبر د اوومې په حمله کې په لاس لرلو تورن کړل.

د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو اداره UNRWA په غزه کې ۱۳ زره کارکونکي لري.

ناروې د دغې ادارې ستره بسپنه ورکوونکې ده چې یوازې په تېره فبرورۍ میاشت کې یې د ۲۷۰ ملیون کرونو چې ۲۶ ملیون ډالره کیږي، بسپنه رسولې ده.

د راپور له مخې، دا هېواد همدارنګه نور هېوادونه چې خپلې مرستې یې ځنډولي، هڅوي چې هغه بیرته پیل کړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر له رویترزخبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د ده په فکر ډېر هیوادونه چې مرستې یې ځنډولي، پربیا پیلیدو یې غورکوي او زیاته یې کړه چې دغو هېوادونو دا درک کړې چې ټولې فلسطیني ټولنې ته سزا نه شي ورکولای.

یوه کډواله فلسطیني کورنۍ
یوه کډواله فلسطیني کورنۍ

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د اسراییل د ادعاوو په اړه په دې سازمان کې دننه څېړنه کوي؛ د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره کاترین کالونا په دې اړه د یوې خپلواکې څېړنې مشره ده.

د ملګرو ملتونو دې ادارې هغه کارکونکي له کاره لیرې کړي چې اسراییل په حمله کې په لاس لرلو تورن کړي و او ویلي و چې که د اسراییل ادعاوې درستې ثابتې شي نو دوی د دې سازمان ارزښتونو او هم هغو خلکو ته چې د دغې ادارې پرمستو متکي دي، خیانت کړی دی.

په غزه کې روانه جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د سخت دریځې حماس ډلې وسله والو د تېر کال د اوکتوبرپه اوومه د اسراییل پر قلمرو برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا دونیم سوه یې یرغمل کړل.

په غزه کې چې حماس پرې کنټرول لري، د روغتیایي چارواکو په وینا تراوسه په جګړه کې له دېرش زره زیات فلسطینیان وژل شوي او د دې ۲،۲ ملیونه نفوس لرونکي سیمې، څه باندې دوه پردرېیمه برخه یې له خپلو سیمو بې ځایه شوي.

د ملګرو ملتونو ادارو په غزه کې د جګړې له دوام سره چې د دوهم ځلي لنډ مهاله اوربند د ټینګیدو لپاره د نړیوالو هڅو یې تراوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې، د بشري ناورین خبرداری ورکړی او په دې وروستیو کې ډېرو هغو سیمو ته چې جګړې ډېرې ځپلي، د یو شمېر هېوادونو پوځونو له هوا څخه د خوراکي موادو مرستې راغورځولې دي.

XS
SM
MD
LG