د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۴

د غزې جګړه کې د اوربند یا دمې هڅې؛ بلېنکن منځني ختیځ ته ولاړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د غزې په جګړه کې د اوربند یا دمې د هڅو په لړ کې نن منځني ختیځ ته ولاړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، انټوني بلېنکن د غزې په جګړه کې د لنډمهاله دمې، د برمته شویو اسراییلیانو د خلاصون او غزې ته د نورو بشري مرستو په برخه کې د یوې هوکړې د ترلاسه کولو په موخه منځني ختیځ ته تللی.

رویټرز خبري اژانس د دغه وزارت د ویاند متیو مېلر په حواله ویلي چې انټوني بلېنکن به په جده کې د سعودي عربستان او قاهره کې له مصري چارواکو سره خبرې وکړي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې همدا اونۍ په قطر کې د غزې د جګړې د اوبند په هدف خبرې له سره پیل شي.

اسراییلي ځواکونه او حماس سخت دریځه ډله چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، له تېرې اکټوبر میاشتې راهیسې په غزه کې په جګړه اوښتي دي.

دغه جګړه وروسته تر هغه پیل شوه چې د حماس وسله والو پر اسراییلو په غلچکي برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او د ۲۵۰ په شاوخوا کې نور یې برمته کړل.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د غزې د جګړې اوربند یا دمې ته له اوونیو راهیسې د امریکا، قطر، مصر او نورو ښکېلو ډلو ترمنځ خبرې روانې دي، خو تراوسه یې ملموسه نتیجه نه ده معلومه.

امریکا هیله لري چې د غزې په جګړه کې دمه به دغلته د ناوړه بشري وضعیت په قابو کولو کې مرسته وکړي.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په حواله وړاندې ویلي چې نوموړی به د منځني ختیځ د سفر پر مهال له خپلو عرب متحدانو سره په غزه کې له جګړې وروسته وضعیت په اړه هم خبرې وکړي.

دغه خبرې به له جګړې وروسته د غزې تړانګې د حکومت په ترتیباتو، امنیت او د جګړه ځپلې غزې پر بیا رغونه راڅرخېږي.

د غزې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې چې د حماس تر کنټرول لاندې دی، تراوسه د اسراییلي ځواکونو په جګړه کې نژدې ۳۲ زره کسان وژل شوي او په خبره یې ګمان کیږي چې زرګونه کسان به تر خاورو او ډبرو لاندې وي.

انټوني بلېنکن منځني ختیځ ته د تازه سفر پر مهال اسراییلو ته د تګ نیت نه لري، سره له دې چې نوموړی په پخوانیو ورته سفرونو کې اسراییل ورته.

د رویټرز په لیکنه، د امریکا د حکومت او د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د حکومت ترمنځ نانندرۍ زیاتې شوي دي.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو

نتنیاهو د سه شنبې په ورځ د غزې به جنوبي ښار رفح باندې د پلان شویو بریدونو د درولو په هدف د امریکا د ولسمشر جو بایډن غوښتنه رد کړه.

ویل کېږي چې شاوخوا یو میلیون فلسطینیان چې د غزې له جګړې تښتېدلي، دا مهال په رفح کې میشت دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG