د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

غزې ته د بشري مرستو رسولو لپاره د نړیوالو هڅې ګړندۍ شوي


غزې ته پر خوراکي توکو بار کښتۍ د ورنژدې کېدو په حال کې ده.
غزې ته پر خوراکي توکو بار کښتۍ د ورنژدې کېدو په حال کې ده.

په داسې حال کې چې د اسراییل له‌خوا کلابندې شوې غزې ته د بشري مرستو رسولو لپاره د نړیوالو هڅې ګړندۍ شوي، دې سیمې ته پر خوراکي مواد بار لومړنۍ کښتۍ د ورنژدې کېدو په حال کې ده.

پر۲۰۰ ټنه خوراکي موادو بار د هسپانیا یوه کښتۍ چې د سې شنبې په ورځ له قبرس څخه د غزې پر لور خوځېدلې، د اسراییل په جنوبي ساحلو کې ورو وړاندې تګ کوي.

بسپنه ورکوونکي هېوادونه، مرستندویه ادارې او خیریه موسسې هڅې کوي چې د غزې اوسېدونکو ته خواړه ورسوي.

دا د اسراییل له خوا کلابندې شوې غزې ته د نړیوالو له خوا د مرستو رسولو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي په سیمه کې یو سمندري کوریدور یا دهلیز پرانېزي.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې د امنیستي انټرنېشنل او اکسفام په ګډون ۲۵ سازمانونو پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې د خوراکي موادو هغه مرستې چې په غزه کې د هوا له لارې راغورځول کېږي یا په دې برخه کې د سمندري کوریدور د پرانیستلو هڅه کېږي، د ځمکې له لارې غزې ته د بشري مرستو رسولو ځای نه‌شي نیولی ځکه هغو اړتیاوو ته په پام چې د دې سیمې ۲،۴ میلیون وګړي یې د خوراکي موادو له پلوه لرې او ان په ډېرو سیمو کې یې خلک له قحطۍ سره مخ دي، دا مرستې ناچیزې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون چهارشنبې په واشنګټن کې وویل چې له یو شمېر هېوادونو سره کار کوي تر څو غزې ته د سمندر له لارې د مرستو رسولو لپاره یوه همغږي رامنځته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

بلېنکن وویل، په دې اړه یې د قبرس، بریتانیا، متحده عربي اماراتو، قطر، اروپایي ټولنې او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره خبرې کړې او له اسراییل سره هم د دغه سمندري کوریدور په اړه کار کوي.

هغه همدارنګه ویلي چې جرمني، یونان، ایټالیا، هالنډ او کاناډا هم د دغسې یوه کوریدور ملاتړ کړی، خو پرانیستل به یې د ده په وینا ښایي یو څه وخت ونیسي.

بلېنکن دغه راز وویل چې واشنګټن د یوې داسې هوکړې لپاره هلې ځلې کوي چې له مخې به یې په غزه کې جګړه د یوې مودې لپاره درول کېږي او د حماس له لوري چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د نورو یرغملو د خلاصون لپاره لاره هواره شي.

په داسې حال کې چې تراوسه په غزه کې د یوه احتمالي اوربند څرک نه لګېږي، د دې سیمې تر ټولو زیانګالي اوسیدونکي حاضر دمه سیمې ته پر خوراکي موادو د بارکښتۍ د رسېدو لار څاري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG