د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د اسراییلي صادراتو پر ځینو محصولاتو د ترکیې بندیز؛ اسراییل هم د ورته اقدام ژمنه وکړه


د اسراییلو او ترکیې بیرغونه
د اسراییلو او ترکیې بیرغونه

وروسته له هغې چې ترکیې په غزه کې د اسراییل له‌خوا د جګړې پر سر د اسراییل د صادراتو پر یو شمېر محصولاتو بندیز ولګاوه، اسراییل د انقرې دغه اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ له تړونونو څخه سرغړونه وبلله او ژمنه یې وکړه چې د انقرې په وړاندې به ځوابي اقدام وکړي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبې په یوه بیان کې وویل چې ترکیې په یو اړخیز ډول له اسراییل سره د سوداګرۍ له تړونونو سرغړونه کړې او پر وړاندې به یې اړین ګامونه پورته کړي.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کاتز په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر پرېکړې انتقاد کړی او ویلي یې دي چې اردوغان په غزه کې د حماس وسله‌والو چې هغه یې قاتلین یاد کړي، د ملاتړ په خاطر د ترکیې د خلکو اقتصادي ګټې قرباني کړې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

هغه ویلي، اسراییل به تاوتریخوالي او زور ته تسلیم نه‌شي او د ترکیې په وړاندې به ورته ګامونه پورته کړي چې د دې هېواد اقتصاد ته به زیان ورسوي.

د بهرنیو چارو وزارت وویل چې اسراییل اوس د هغو محصولاتو یو پراخ لېست چمتو کوي چې غواړي له ترکیې څخه یې واردات بند کړي.

په دې کې د فولادو او سیمنټو په څېر ساختماني توکي او نور شامل دي.

تردې مخکې د ترکیې د سوداګرۍ وزارت نن سې شنبې اعلان وکړ چې ترکیه به تر هغو چې په غزه کې اوربند نه وي اعلان شوی، د اسراییل د ۵۴ بېلابېلو کټګوریو پر صادراتو بندیز ولګوي.

دې وزارت وویل، دغه اقدامات به سمدستي عملي شي.

انقره د اسراییل پر صادراتو د بندیزاعلان وروسته له هغې کوي چې اسراییل یې غزې ته د هوا له لارې د مرستو رسولو په برخه کې د ګډون غوښتنه رد کړه.

د ترکیې د سوداګرۍ وزارت وویل، په دغو بندیزونو کې به د اوسپنې او فولادو محصولات، ساختماني وسایل او محصولات، ماشینونه او نور شامل وي.

د فرانس‌پرېس آژانس د راپور له مخې اسراییل او ترکیه چې یو وخت نژدې متحدین و، په تېرو پنځلسو کلونو کې یې ترمنځ اړیکې کړکېچنې شوې دي.

د راپور له مخې دواړو هېوادونو په ۲۰۲۲ کال کې خپل ترمنځ ډیپلوماتیکي اړیکې په بشپړه توګه بېرته ورغولې، خو د تېر کال د اکټوبر له میاشتې راهیسې له کله چې په غزه کې جګړه پیل شوې، دغه اړیکې بیا خرابې شوې دي.

د ترکیې ولسمشر له حماس څخه چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني د یوې آزادۍ بخښونکې ډلې په توګه دفاع کوي.

په غزه کې د روانو جګړو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په غزه کې د روانو جګړو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

په عین حال کې حماس نن وویل چې که څه هم د یوه اوربند لپاره د اسراییل په وړاندیزکې چې قطري او مصري منځګړیو ورته سپارلی، د دوی هیڅ غوښتنې نه‌دي منل شوي، خو دا ډله بیا هم دغه وړاندیز ارزوي.

د حماس یوې سرچینې فرانس‌پرېس اژانس ته ویلي چې دغه وړاندیزد شپږو اوونیو پر اوربند او د یرغمل شویو اسراییلي مېرمنو او ماشومانو او فلسطیني بندیانو پر تبادلې متمرکز دی.

حماس د تېر کال د اکټوبر په ۷مه پر اسراییل په برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ کسان یې برمته کړل چې لسګونه یې په تېره نومبر میاشت کې د یوه لنډمهاله اوربند پر مهال د اسراییل له زندانونو د په سلګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې آزاد شول، خو ویل کېږي چې شاوخوا ۱۳۰ کسان لا هم له حماس سره یرغمل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG