د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

نتنیاهو: غزه کې بریالیتوب سره یو ګام واټن لرو


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون ټینګار وکړ چې اسرائیل په غزې تړانګه کې له بریا څخه یوازې یو ګام فاصله لري.

نتنیاهو د خپلې کابینې اوونیزې غونډې ته په خبرو کې وویل، دوی په غزه کې درنه بیه پرې کړې ده.

د اسرائیل صدراعظم خبرداری ورکړ، تر هغو چې حماس ډلې د اسرائیل ټول یرغمل شوي کسان خوشې کړي نه وي، کوم اوربند به ونه شي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې پرون یکشنبه د مصر په پلازمېنه قاهره کې په غزه کې د اوربند د ټینګښت په اړه د خبرو نوی پړاو پیل شو. اسرائیل هم په دغو خبرو کې د خپل یوه هیئت د ګډون موضوع تایید کړې ده.

غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه
غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د روانې جګړې پرون شپږمیاشتې پوره شوې او دا جګړه چې د فلسطینیانو د دې کلابند شوي قلمرو د ویجاړۍ سبب شوې، اوومې میاشتې ته داخله شوه.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي، له زیاتېدونکي نړیوال فشار سره- سره به اسرائیل د غزې د توندلارې واکمنې ډلې حماس، افراطي غوښتنو ته تسلیم نه شي.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ نور یرغمل کړل.

په نومبر میاشت کې د هغه لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ځینې یرغمل شوي کسان خوشې شول، خو تر سلو زیات کسان لا هم د حماس له خوا یرغمل دي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون ویلي چې په دې جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۳زره ۱۷۵ او د ټپیانو شمېر ۷۵زره ۸۸۶ ته رسېدلی، خو خپلواکو سرچینو دا شمېر تایید یا رد کړی نه دی.

د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه
د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه

په سیمه کې ځینو تحولاتو ته په کتو، داسې اندېښنې ولاړې شوي چې د غزې جګړه ښايي نوره هم پراخه شي.

د اسرائیل صدراعظم په عین حال کې پر ایران هم تور ولګاوه چې د خپلو نیابتي ډلو په مرسته پر اسرائیل په څو حملو کې لاس لري.

وروسته له هغې چې تېره دوشنبه د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ چې د ایران د سفارت تر څنګ ده، په یوه هوايي حمله کې د سپاه پاسداران ۷ غړي ووژل شول، ایران د دې حملې د غچ اخیستو خبرداری ورکړی او دا یې د اسرائیل حمله بللې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG