د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

اسراییلي ځواکونه د غزې پر رفح ښار عملیاتو ته تیاری نیسي


غزه کې یو شمېر اسراییلي سرتېري
غزه کې یو شمېر اسراییلي سرتېري

د غزې تړانګې له خان یونس ښارګوټي وروستي اسراییلي سرتېري ووتل او په سیمه کې د سخت دریځې حماس ډلې چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله ګڼي، پر وړاندې د ځمکنیو عملیاتو یوه حساسه مرحله بشپړه شوه.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییل پوځي چارواکو وویل چې ځواکونه یوازې ځانونه سره منسجم کوي ځکه پوځ د حماس بل مرکزرفح ته د ننوتو لپاره چمتووالی نیسي.

اسراییل له اوونیو راهیسې ژمنه کړې چې د غزي په جنوبي ښارګوټي رفح کې به چې د کلابندې شوې غزې نیمایي نفوس یعنې شاوخوا ۱،۴ ملیونه کسانو پکې پناه اخیستې، ځمکني عملیات پیل کړي.

خلک هیله لري چې اوربند ټینګ او دوی بیا خپلو مېنو ته ستانه شي
خلک هیله لري چې اوربند ټینګ او دوی بیا خپلو مېنو ته ستانه شي

په دې سیمه کې د اسراییل د پوځي عملیاتو پرپلان نړیوالو جدي اندېښنه ښکاره کړې او د اسراییل نژدې متحد، متحدو ایالتونو هم د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره د یوه باوري پلان غوښتنه کړې ده.

د اسراییل صدراعظم بنیا مین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ وویل چې پر رفح ښارګوتي د پوځي عملیاتو لپاره نېټه مشخصه شوې ده.

اسراییل دا سیمه د حماس ډلې وروستی پیاوړی مرکز بولي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي نتنیاهو نه دي ویلي چې دغه عملیات به کله پیلیږ؛خو هغه ټینګار وکړ چې پر سخت دریځي حماس ډلې د بري لپاره اړتیا ده چې ځواکونه یې رفح ته داخل شي او په سیمه کې د ده په وینا د ترهګرو کنډکونه له مینځه یوسي.

نتنیاهو په یوه ویډیویي بیان کې ټینګار وکړ چې دا کار به وشي او د پوځي عملیاتو لپاره نېټه ټاکل شوې ده.

د اسراییل صدراعظم داسې مهال دغه څرګندونې وکړې چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې، په غزه کې د یوه اوربند لپاره د نړیوالو هڅو په ترڅ کې مرکچیان له حماس سره د یوه اوربند پر سر خبرې مخ ته وړي.

د رویترز د راپورله مخې، د حماس یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط د دوشنبې په ورځ وویل چې د قاهرې په نوي پړاو خبرو کې په غزه کې د اوربند د ټینګیدو په برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

هغه ویلي چې د اسراییل په دریځ کې بدلون نه دی راغلی نو ځکه د قاهرې په خبرو کې نوي څه نشته.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي
د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي

په واشنګټن کې د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل چې متحده ایالات هیله من دی چې هرڅومره ژر چې کېدای شي د یرغملو د خلاصون لپاره له حماس سره یوجوړجاړی وشي، چې هغه به په سیمه کې د شپږو اوونیو لپاره یوه اوربند ته هم لاره هواره کړي.

د غزې د روغتیایي چارواکو په وینا ،په روانه جګړه کې ۳۳ زره او ۲۰۰ کسان وژل شوي او نژدې ۷۶ زره نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د حماس ترکنټرول لاندې د روغتیا وزارت د ولسي وګړو او وسله والو ترمنځ توپیرنه کوي، خو وایي چې د وژل شویو دوه پر درېیمه برخه یې ښځې او ماشومان دي.

په غزه کې د اسراییل له لوري پوځي عملیات وروسته له هغې پیل شول چې د حماس وسله والو د تیرکال د اوکتوبرپراومه نیټه د اسراییل پر قلمرو په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا دوه نیم سوه نور یې یرغمل کړل.

XS
SM
MD
LG