د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د اسراییل او ایران لخوا یو بل ته د ناندریو د دوام په صورت کې د نورو بریدونو ګواښونه


ارشیف
ارشیف

د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو وایي، دا یواځې اسراییل دی چې پر ایران د برید د څرنګوالي په اړه به پرېکړه کوي.

ښاغلي نتنیاهو دغه څرګندونې د برېتانیا او جرمني د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ترلیدو وروسته پرون چهارشنبې د کابینې په غونډه کې وکړې او ویې ویل، غواړم دا واضح کړم چې موږ به په خپله پرېکړه کوو او زیاته یې کړه، د اسراییل دولت به هر هغه څه ترسره کړي چې د ځان د دفاع لپاره ورته اړتیا ده.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي په دې څرګندونو سره د خپلو نژدې متحدینو هغه غوښتنې چې د ایران په وړاندې دې له زغمه کار واخلي له پامه وغورځولې.

نتنیاهو د کابینې غونډې ته وویل چې د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یې کتلي او د دواړو هېوادونو د ملاتړ په خاطر یې ور څخه مننه کړې.

خو هغه وویل چې اسراییل به د ټولو لورو له وړاندیزونو او سپارښتونو سره سره په خپله پرېکړه کوي چې د ایران وروستي پراخ برید ته څه ډول ځواب ووایي.

د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو

د متحدو ایالتونو، برېتانیا او فرانسې په ګډون د اسراییل یو شمېر نژدې متحدینو د ایران د بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو د بریدونو په شنډولو کې له اسراییل سره مرسته کړې ده.

د فرانسپرس په وینا، د اسراییل له لوري توندو څرګندونوته پام، لیرې بریښي چې دا هېواد دې د خپل نژدې متحد، واشنګټن له ملاتړ پرته مستقیم پر ایران برید وکړي، خو کولای شي د نورو پټو بڼو لکه د ایران د لوړپوړو پوځي قومندانانو، یا په نورو هېوادونو کې د ایران د ملاتړو ډلو د په نښه کولو اویا هم د سایبري حملې په څېر اقدامات ترسره کړي.

په عین حال کې د ایران ولسمشر ابرهیم رییسي پرون چهارشنبې یوځل بیا اسراییل ته خبرداری ورکړ چې یوه ډېر کوچینی برید ته به یې هم په بېړه او سخت ځواب ووایي.

د ایران ولسمشر ابرهیم رییسي
د ایران ولسمشر ابرهیم رییسي

ښاغلي رییسي د پوځ د ملي ورځې په مناسبت د رسم ګذشت ځانګړو مراسمو ته چې له دلایلو پرته یې ځای بدل شوی و، په وینا کې د اپریل په ۱۴ سهار وختي پراسراییل د توغندیو او ډرون الوتکو برید یو محدود اقدام وباله او ویې ویل چې د ایران پر خاوره د اسراییل برید به له پراخ او سخت ځواب سره مخ شي.

هغه په دې اړه نورجزییات ورنکړل چې دا به څه ډول غبرګون وي، خو زیاته یې کړه چې که موږ درانه عملیات کړي وای، نو د اسراییل لپاره به هیڅ هم نه وو پاتې، خو پرېکړه شوې وه چې دا به یو محدود اقدام وي.

دا چې اسراییل به پر ایران غچ اخیستونکی برید ترسره کړي او د تهران غبرګون به څه وي، نه ده روښانه خو د هریوه لوري غلطه محاسبه د سیمه ییزې جګړې خطر له ځان سره لرلی شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG